د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د فبرورۍ په ۳مه نېټه ويلي، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او د سيمه ييز تګ راتګ لپاره مهم بنسټ دی.
د پاکستان د صدراعظم دفتر د فبرورۍ په ۳مه نېټه په یوه اعلاميه کې ويلي، چې شهباز شریف په همدې ورځ د دې هېواد د بلوچستان ایالت له کویټې ښار څخه په ليدنه کې ويلي، چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د جوړونې چارې اوس چټکې روانې دي او دغه چارې يې د پاکستان د راتلونکي پرمختګ لپاره ډېرې مهمې بللې دي.
نوموړي ويلي، چې د چين په مرسته جوړ شوی د ګوادر نوی نړيوال هوايي ډګر په رسمي توګه فعال شوی دی او د هغه په نظر، دا د سيمه ييز تګ راتګ د پياوړتيا لپاره د بلوچستان يو مهم قدم دی. هغه زياته کړې، چې د ګوادر بندر په راتلونکي کې پراخ پرمختګ موندلی شي او د پاکستان او منځنۍ اسيا او جنوب ختيځې اسيا ترمنځ د تبادلې د ټينګېدو په ګټه دی.
































