د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د قرغيزستان له ولسمشر سادير نورګوجويويچ جپاروف سره چې له چين څخه په رسمي ليدنه بوخت دی، خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ وويل، چې د چين او قرغيزستان تر منځ اړيکو په دې وروستيو کلونو کې چټک پرمختګ موندلی دی او زیاته يې کړه، چين له قرغيزستان څخه ملاتړ کوي، چې د خپل ملي حالت له مخې د پرمختګ لاره انتخاب کړي.
ده وویل، غواړي له قرغيزستان سره د پرمختګ ستراتيژي ونښلوي، د حکومتوالۍ تجربو په هکله ورسره د نظريو تبادله پراخه کړي، په بېلا بېلا برخو کې د ګډو ګټو پر بنسټ ورسره همکارۍ پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو ګډې ګټې ومومي، د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي. دواړه خواوې به په باکيفيته توګه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په عمومي لاره کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي.
جپاروف هم په دې لیدنه کې وويل، چين د قرغيزستان باوري ملګری او همکار دی. هغه وايي، قرغيزستان به د تايوان، شينجيانګ او هانکانګ په شمول چارو کې له چين څخه ټينګ ملاتړ وکړي او هېواد به يې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ هڅونه وکړي او لا زياتې لاسته راوړنې به ومومي، په ګډه به باکيفيته توګه د کمربند او لار اباده کړي.
ده زیاته کړه، هېواد به يې د چين، قرغيزستان او ازبکستان تر منځ د اوسپنيزې پټلۍ په جوړولو کې برخه واخلي، د صنعتي چارو، سرمايه ګذارۍ او تجارت په شمول په یو شمېر ساحو کې به له چين سره همکارۍ وهڅوي.
جپاروف دغه راز وویل چې قرغيزستان به له چين سره د شانګهای همکارۍ سازمان، د چين او د منځنۍ اسيا د ميکانيزم په چوکاټ کې د پرمختګ هڅونه وکړي، د چین له خوا مطرح شوي درې نړيوال وړانيزونه به تطبيق کړي او په ګډه به د سيمې او نړۍ سولې او ثبات ساتنه وکړي.
دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته « په نوې زمانه کې د چين ولسي جمهوريت او د قرغيزستان جمهوريت تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيو دوستانه اړيکو په هکله ګډه اعلاميه » لاسليک کړه او د دوی په حضور کې ګن شمېر نور همکاريز سندونه لاسلیک شول.
































