چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

سږنی پسرلنی اختر د چين د اقتصاد لپاره ښه پیل و

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 6, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین سږنی پسرلنی اختر په نړۍ کې د” نامادي کلتوري ميراث ” لومړنی پسرلنی اختر و، چې په درشل کې يې لګښتونه او هم د چینایانو لېوالتيا ډېره وه. په چین کې د سږني اختر په درشل کې ۵۰۱ میلیونو خلکو سفرونه کړي او د سفرونو لګښت يې له ۶۷۷ ميلیارډو یوانو څخه پورته ښودل شوی، چې دا د تېر کال د پسرلني اختر د ورته شمېرو په پرتله په جلا جلا توګه ۵،۹ سلنه او ۷ سلنه زیاتوالی ښيي. بر سېره پر دې، د روان کال د پسرلني اختر په اونيزې رخصتۍ کې د چيني فلمونو د پلورل شویو ټکټونو ارزښت هم نوی نړيوال ريکارډ جوړ کړی دی.

روان کال د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د مار کال دی او د سږني پسرلني اختر بازار د چین د اقتصاد لپاره ښه پیل بلل شوی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د پسرلني اختر په جریان کې د چین کلتوري او سیلانيز بازار ډېره وده کړې او د “ نامادي کلتوري میراث” محتویات د انټرنېټ په لټونځي کې توده موضوع ګرځېدلې ده. شمېرې ښیي، د سږني اختر په درشل کې د انټرنېټ په لټونځي کې د “پسرلني اختر سفر” د لټون اندازه د تېر کال د همدې مودې د ورته اندازې په پرتله ۳۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي. نړيوال شنونکي وايي، د پسرلني اختر اقتصاد به د دودیز نوي مار کال په بهیر کې د نوښت خوځنده ځواک برابر کړي او د چيني بازار کورنی ځواک او قوي انعطاف به ښکاره کړي.

مالومات ښيي، د نړۍ یو پر پنځمې برخې خلکو سږنی پسرلنی اختر په مختلفو بڼو لمانځلی دی. بهرنيانو د چين په شياوهونګشو يا ریډ نوټ (Red note) ټولنيزې رسنۍ کې د چون ليان (ځانګړي اوږده کاغذونه چې هنري نثرونه او شعري بیتونه پرې ليکل کيږي او د دروازو پر غاړو نصبېږي) د ليکلو او د جاوځه يا ډامپلين (يو ډول خواړه دي) جوړولو زده کړه کړې او هم ډېرو يې د چین ميډيا ګروپ د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره کتلې ده.

چین په دې وروستیو کلونو کې نړۍ ته خپلې دروازې پرانیستلي او په دوامدار ډول یې تعرفې ټيټې کړې دي. د نيوزيلنډ کيوي او د چيلي د الوبالو په شمول د نړۍ ډول ډول ميوو او خواړو د چین بازار ته لاره موندلې او ډېر مشهور شوي دي. د چين د سوداګرۍ وزارت مالومات ښيي، چې د سږني پسرلني اختر په موده کې د ايټالیې د چاکلیټونو او خواږو او د امريکا د وينې ګلوکوز ميټر(Glucose meter) د انلاين خرڅلاو اندازې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۸۲،۱ سلنه او ۶۹،۱ سلنه زياتې شوې دي.

چين په دې وروستيو کې د بهرنيانو لپاره د تګ راتګ اسانتياوې هم برابرې کړي او د سږ کال د پسرلني اختر په درشل کې ډېرو بهرنيانو چين ته سفرونه کړي دي. د هغو بهرنيانو شمېر، چې د سږني پسرلني اختر په درشل کې يې چين ته سفرونه کړي، د تېر ۲۰۲۴م کال د ورته شمېر په پرتله په سلو کې ۱۵۰ زیاتوالی ښيي او نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.

نړۍ د پسرلني اختر د کړکۍ له لارې پرانيستی او ټولشموله چين ليدلی او د دغه هېواد د اقتصاد خوځنده ځواک احساس کولی شي.

د چين اقتصاد په داسې حال کې، چې نړيوال اقتصاد له ګڼو ننګونو سره مخ دی، پرمختګ کوي او په نوي کال کې یې د اقتصاد د اوږدمهاله پرمختګ د ملاتړ شرايط او بنسټيز تمايلونه نه دي بدل شوي.

د چین د هراړخیزو اصلاحاتو او د لوړې کچې ورخلاصون بهیر به د دغه هېواد اقتصاد نور هم په خوځښت راوالي او پرمختګ به وکړي.

Previous Post

ننګرهار کې پر ۷۵ جریبه ځمکه د چهارمغزو ۶۸ بڼونه جوړ شوي

Next Post

شي جين پينګ د ټايلنډ له صدراعظمې سره ولیدل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ د ټايلنډ له صدراعظمې سره ولیدل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روسیه: له اوکراین سره د خبرو امکان نشته

روسیه: له اوکراین سره د خبرو امکان نشته

فبروري 17, 2024
زرګونه افغان ماشومان؛ په ایران کې په سختو او شاقه کارونو بوخت دي

زرګونه افغان ماشومان؛ په ایران کې په سختو او شاقه کارونو بوخت دي

اگست 3, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ