د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د فبرورۍ په ۴مه بېجینګ ته په رسمي سفر راغلی او سفر به يې تر ۸مې نېټې دوام وکړي.
له ده سره د چین د دولت د رییس شي جین پينګ له لیدنې وروسته د فبرورۍ په ۶مه نېټه د دواړو هېوادونو ګډه اعلاميه خپره شوه.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې ستراتيژيک ارزښت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د زيانولو او ويجاړولو هره هڅه هرومره ناکاميږي. دواړه خواوې به د لوړې کچې داسې اړیکې لا ژورې کړي چې متقابل سياسي باور، امنيتي او نورو برخو کې همکارۍ او نړيوالې همغږۍ په اساس ولاړې وي.
په اعلامیه کې دغه راز راغلي، دواړه لوري به د نوې زمانې لپاره به د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ابادي چټکه کړي او د ګډې سمسورتيا او سيمه ييزې سولې او پرمختګ لپاره به لا پياوړي ځواکونه برابر کړي.
اعلاميې همدارنګه ویلي چې دواړه خواوې به د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د لا لوړې کچې بڼه جوړه کړي.
په دغه اعلاميه کې د افغانستان په اړه راغلي، چې چين او پاکستان به د افغانستان په اړه خپلمنځي تبادلې او همغږۍ پياوړې کړي، سيمه ييزه سوله او ثبات به وساتي او په افغانستان کې د ثبات او پرمختګونو د دوام او په نړيواله ټولنه کې د دغه هېواد د بېرته ادغام په چارو کې به رغنده رول ولوبوي. دواړه خواوې به د صفر زغم په رويه له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. دواړو خواوو په اعلاميه کې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د لیدو وړ اقداماتو غوښتنه کړې.
په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان لوری دې په دغه هېواد کې ټولې ميشتې ترهګرې ډلې چې د سيمه ييز او نړيوال امنيت لپاره لوی خطر جوړوي له منځه یوسي او د دغو ډلو د هغو کړنو مخه دې ونيسي، چې د افغانستان له خاورې په استفادې نورو هېوادونو ته ګواښونه پېښوي.































