د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د فبرورۍ په ۶مه نېټه وويل، ټاکل شوې، چې د ژمنیو آسیايي لوبو نهم پړاو د روانې مياشتې په ۷مه نېټه د دغه هېواد د هې لونګ جيانګ ولايت په مرکز هاربين ښار کې شروع شي. نوموړي د مختلفو هېوادونو خلکو ته بلنه ورکړه، چې چين ته سفر وکړي او د يخ او واورو له لوبو او فعاليتونو څخه خوند واخلي.
ګوه جيا زياته کړه، په چين کې د يخ او واورو د اقتصاد را ټوکېدو (( يخ او واوره قيمتي شتمني هم ده)) د نظريې بریالۍ تجربه ده او د چين د اقتصادي پرمختګ د پياوړي بالقوه توان څرګندويي کوي. شمېرنې ښيي، چې له ۲۰۲۳م کال تر ۲۰۲۴م کال پورې د يخ او واورو په موسم کې په چين کې خلکو ۴۳۰ ميليونه ځله د يخ او واورو د سیل لپاره سفرونه کړي دي او د اټکل له مخې به له ۲۰۲۴م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې ورته شمېر ۵۲۰ ميليونو ته ورسيږي او اړوند سيلانيز عايدات به له ۶۳۰ ميليارډو يوانو څخه زیات شي.
































