د چين دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان د فبرورۍ د ۷مې نېټې په غرمه د دغه هېواد د هې لونګ جيانګ ولايت په هاربين ښار کې د هغو مېلمنو د هرکلي مېلمستيا جوړه کړه، چې د همدې نېټې په ماښام به د ژمنیو آسیايي لوبو نهم پړاو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
شي جين پينګ په دغه مېلمستيا کې هيله وښودله، چې بېلا بېل هېوادونه د آرامۍ او همغږۍ، سمسورتيا او پرمختګ او پيوستون او نږدېوالي په تړاو د ګډو هيلو لپاره ګډ کار وکړي.
په ياده مېلمستيا کې د بروني سلطان حاجي حسن البولکيه، د قرغېستان ولسمشر سادير نورګوجويويچ جپاروف او د ده مېرمن ايګول جپاروا، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، د ټايلند صدراعظمه پايتونګتاران شيناواترا او د کوريا جمهوريت پارلماني مشر وو ون شيک او مېرمن يې شين جيين هوی، د المپيک د نړيوالې کمېټې مشر ټوماس باخ پاو، د المپيک د آسيايي کمېټې لومړي مرستيال هوو جن تينګ په دغه مېلمستيا کې حاضر وو.
































