د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د ډيپسيک (DeepSeek) په اړه د رسنيو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
ګوه جيا کون ويلي، چين د مصنوعي ذکاوت د نوښت او پرمختګ په جريان کې مثبته رويه او اقدامات غوره کړي او د دې برخې امنیت ته يې اهمیت ورکړی دی.
ده ویلي چې هېواد يې د مصنوعي ذکاوت تصدۍ هڅولې په خپلواکه توګه نوښت وکړي او ملاتړ يې ترې کړی.
هغه دغه راز وايي چې چین په نړیواله کچه د منصوعي ذکاوت د پرمختګ په برخه کې فعال خدمتونه کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره د منصوعي ذکاوت په برخه کې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او په دې برخه کې په ګډه ژورې څېړنې وکړي.
































