چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د نړۍ د څو قطبي کېدو د مخنيوي لپاره د امریکا هڅې

لیکنه: سیدخان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 16, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دا چې نړۍ اوس له بل هر وخت ډېره څو قطبي کېدو ته نږدې شوې او ډېر نوي قدرتونه را ټوکېدلي خو له بلې خوا امریکا چې اوس پر نړۍ د واک چلولو پر ګدۍ ناسته ده، د خپل دې مقام د ساتلو لپاره غلې نه ده ناسته او خپلو سیالانو ته په هر ډګر کې د ستونزو جوړولو او ماتې ورکولو په لټه کې ده.

۲۰۲۵ میلادي کال به د امریکا له خوا د نړۍ د څو قطبي کېدو د مخنیوي لپاره د نهايي هڅو او د دې هدف لپاره د ډېرو حیرانوونکو اقداماتو کال وي.

د امریکا اوسنی جمهوري پالی او تجارت پیشه ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې تقریبا تازه يې د دویم ځل لپاره د سپینې ماڼۍ ګدۍ ته لار موندلې، په لومړیو کاري ورځو کې يې له سلو ډېر اجرايي فرمانونه لاسلیک کړل چې تقریبا ټول يې د امریکا د اقتصادي پياوړتیا، سوداګرۍ ساتنې، د نورو د پرمختګ د مخنیوي او یو اړ خیز فرمانونه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د جنګي جرمونو د تعقیب نړیوالې محکمې، اقلیمي بدلون د مخنیوي کنفرانس، د ډل وژونکو وسلو د نه خپراوي تړون…. هغه موارد دي چې تراوسه ټرمپ ورڅخه د وتلو اعلان کړی.

ډونالډټرمپ دویم ځل ولسمشرۍ پړاو د پیل په هماغه لومړۍ ورځ توره له تيکي را وایستله او له تقریبا ټولې نړۍ سره يې اقتصادي جګړه اعلان کړه.

هغه پر اروپايي ټولنه، کاناډا، مکسیکو، چین او نورو هېوادونو ګمرکي تعرفې لوړې کړې.

په مقابل کې يې یاو هېوادونو هم امریکا ته خبرداری ورکړی چې له ورته اقدام سره به مخ شي.

چین د امریکا د دې اقدام په غبرګون کې د فبرورۍ له لمسې پر امریکايي وارداتو تعرفي ولګولې.

د چین د دولتي شورا د تعرفو د مقرراتو کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د سکرو او مایع ګاز پر وارداتو يې ۱۵ سلنه تعرفې لوړې کړې او دغه راز يې د یاد هېواد پر اومو نفتو، کرنیزو ماشینونو او لویو موټرو ۱۰ سلنه تعرفې زیاتې کړې دي.

بل خوا امریکايي رسنیو ویلي چې چین د انرژۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې یوازې یو انتخاب نه لري، بلکې کولای شي چې د امریکا پر ځای روسيې او منځني ختیځ ته انرژي ولېږي.

ټرمپ د امریکا تر ټولو نږدې متحد «اروپايي ټولنه» هم په نښه کړه او د دغه ټولنې پر وارداتو يې تعرفې لوړې کړې.

په مقابل کې يې د اروپايي ټولنې مشرانو امریکا ته خبرداری ورکړی چې د تعرفو د نوې جګړې پيلول غیر منطقي عمل دی او باید ودرول شي.

د دې ټولنې د کمېټې مشرې اورسولاونډيرلین د فبرورۍ په ۳مه رسنیو ته وویل چې د ګمرکي تعرفو لوړل به سوداګریز لګښتونه زیات کړي او بیه به يې مشتریان او عام خلک پرې کړي.

ټرمپ دغه راز د ایران په چابهار بندر کې د هند د پانګونې معافیت هم لغوه کړ او همدارنګه يې پر ایران د زیات فشار راوستلو د امر تر څنګ يې ایران ته ګواښ وکړ چې یا دې د اټومي تړون په اړه له امریکا سره خبرې وکړي او یا دې دوزخي بمبارۍ ته په تمه شي.

نوموړي همدارنګه له اسراییلو پرته پر ټولو لوریو د امریکا مرستې بندې یا وځنډولې.

هغه په یوه حیرانونکي اقدام کې اعلان وکړ چې امریکا به د غزې تړانګه وپيري او پر شاوخوا هېوادونو يې غږ وکړ چې د غزې اوسېدونکو ته دې دایمي یا اوږدمهاله پنا ورکړي.

په هر صورت! که د امریکا تاریخ ته وکتل شي نو دا یوازې ټرمپ نه دی چې د ځان د ګټو لپاره لېونی ګټې پالي او د نورو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د دغه هېواد حقیقي سیاست همدا دی چې یوازې د ځان ګټې ورته مهمې او د نورو هېڅ ارزښت نه ورته لري.

دغه هېواد تل د نورو شتمنۍ لوټ او ځان يې پرې محکم کړی او په دې برخه کې يې آن له پوځي، سیاسي، اقتصادي او رواني جګړو هم مخ نه دی اړولی او هر وخت چې د دوی ګټو ایجاب کړې نو د نړۍ د هېڅ قانون یا خپلې هېڅ پخوانۍ ژمنې پروا يې نه ده کړې او مخ يې نه دی ترې اړولی.

د نړۍ جنوب چې مسکو، بېجينګ، برازيل، نوی ډیلی، انقره، تهران …. يې په راس کې دي، د برېکس په نوم يې سازمان جوړ کړی چې تر ډېره يې موخه اقتصادي پياوړتیا او د جنوبي نړۍ د اقتصادي حقونو ساتل دي.

برېکس سازمان اندونیزیا هم د بشپړ غړي او نیجریا يې د شریک غړي په توګه منلي او په دې توګه يې خپل ملګري زیات کړي دي.

برېکس سازمان چې تر ډېره د جنوبي نړۍ استازيتوب کوي په وروستیو کې يې پر ډالر د ډېرې تکيې کمولو په موخه د یوې نوې واحدې کرنسۍ د جوړېدو یا د غړو هېوادونو د پولي واحد کارولو خبره مطرح کړې چې دغه پرېکړه د امریکا له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېکس غړو ته په خطاب کې ویلي چې که د ډالر د بدیل لپاره هر ډول هڅه وکړي نو امریکا به سل سلنه ګمرکي تعرفې ورباندې ولګوي.

که په څو ټکیو کې مطلب را ټول کړو نو دا ویلای شوو چې د امریکا اصلي هڅه دا ده چې د نویو را ټوکېدلو اقتصادي قدرتونو د پرمختګ مخه ونیسي او په دې توګه پر نړۍ خپله واکمني دوامداره کړي.

Previous Post

هېواد کې د ۱.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پروژې پلي شوي

Next Post

کاناډا غواړي د چين پر ضد د مبارزې له لارې د امریکا له اضافي تعرفو ځان خلاص کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

کاناډا غواړي د چين پر ضد د مبارزې له لارې د امریکا له اضافي تعرفو ځان خلاص کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین له روسيې او اوکراین څخه د زغم ساتلو غوښتنه کړې

چین له روسيې او اوکراین څخه د زغم ساتلو غوښتنه کړې

جولای 10, 2024
زلمی خلیلزاد: نړیوال اجازه نه ورکوي چې طالبان په زور ځان واک ته ورسوي

زلمی خلیلزاد: نړیوال اجازه نه ورکوي چې طالبان په زور ځان واک ته ورسوي

مې 4, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ