د امریکا د ولسشمر په توګه د ډونالډ ټرمپ تر لوړې وروسته، دغه هېواد په ترتیب سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ، د روغتیا نړیوال سازمان ، د پاریس له اقلیمی تړون او د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د چوکاټي تړون په شمول له نړیوالو سازمانونو او تړونونو څخه وتلی او که په لنډ ډول ووایو، دغه هېواد په یادو څواړخیزو چوکاټونو کې له خپلو دندو اوږه خالي کړې ده.

په ورته وخت کې له دغه هېواد څخه د کډوالو د شړلو او د یو، اس، اې، آی، ډي یا د امریکا نړیوال پرمختیايي ايجنسۍ تړل کېدو د امریکا پر باور مستقیمه منفي اغېزه کړې ده. د مثال په توګه، اوس په امریکا کې څه باندې ۲ لکه نایجریایان نیول شوي او ښايي په نږدې وخت کې به ټول خپل متبوع هېواد ته وسپارل شي. دغه راز د امريکا نړيوال پرمختيايي ايجنسۍ د کارونو د ځنډېدو له امله، په افریقايي هېوادونو کې د ایډز، ملاریا او توبرکلوز د وقایې او درملنې چارې د پیسو کمښت سره مخ شوې دي.
د امریکې د پالیسو له بدلون څخه ښکاري چې واشنګټن د نړیوالې دندې، د کډوالو مسئلې او له نورو سره د مرستې په اړه یوازې د خپلو ګټو په رڼا کې عمل کوي او د دې ثبوت هم دی چې د امریکې یواړخیز نظر هېڅ نه دی بدل شوی. د یوګانډا انډیپینډنټ په یوه تبصره کې اشاره شوې چې د امريکا د نړیوالې پرمختیا ايجنسي باید له دې مخکې تړل شوی وای، ځکه چې واشنګټن یوازې د دې ايجنسۍ له لارې په عامه افکارو کې ځان یو خیریه هېواد معرفي کړی و. امریکې د ۹۰۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت کلني پوځي سرمایې په ملاتړ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر ملکي وګړیو بمبارې کړې.
سرچینې ویلي چې د امریکا نړیوال پرمختیايي ايجنسي به هر کال د ۴۰ میلیارډو ډالرو په لګولو سره د دغه هېواد څيره نړۍ ته بشردوسته معرفي کوله او امریکا له دې لارې خپل حیثیت ترمیم کړی و.
امریکا په خپله خوښه د نورو هېوادونو وګړي وژلي او نړیوالې دندې یې پرېږدې، پرنړۍ يې چې څومره وس شوی سلطه يې ساتلې او تل يې خپل هېواد ته د لومړیتوب ورکړی، نو امریکا په رښتنې توګه څه بدل کړي؟
د امریکې د پالیسیو بدلون د پرمختیايي هېوادونو پر وړاندې ډېرې ستونزې راپورته کړې، نو دغه هېوادونه څنګه ورسره مقابلې کولای شي؟ د چین وړاندیز دا دی چې په نړۍ کې دې څواړخیزم تر سره شي.
د څواړخيزم کلیدي اهداف دا دي چې مختلف هېوادونه دې په ګډه پر مسئلو مشورې کوي، په ګډه دې اړوند اصول او مقررات ټاکي او د یو یا څو هېوادونو لخوا ټاکل شوي مقررات دې پر نورو نه ور تپل کېږي.
څواړخیزم د یووالي او همکارۍ معنا لري او یواړخیزم د سلطې او مقابلې معنا لري. د څواړخیزم تر اغېزې لاندې سراسري جنوب سره متحد شوی او پر عادلانه او سم لوري د نړیوالې ادارې د برابرېدو او اوسنۍ نړيوالې ادارې د بڼې د اصلاح لپاره یو ځواک ګرځېدلی دی.
په څواړخیزم کې د یو هېواد لپاره د امریکې اړیکې یوازې د نړیوالو اړیکو یوه برخه ده. کله چې یو هېواد له ستونزو سره مخ کېږي، که کوم هېواد نه غواړي ورته د مرستې لاس اوږد کړي، نور هېوادونه به ورسره مرستې وکړي. د هر یو هېواد لپاره، د ګډو ګټو او عدالت پر بنسټ ولاړو نظریو په لرلو سره به هرومرو خپل مناسب همکار لټولی شي.
موږ هم پوه شوي یو چې د امریکې د نویو پالیسو موخه دا ده چې ځان ته لا ډېرې ګټې ومومي، نو ایا لازمه نه ده چې د سراسري جنوب د پرمختګ تر اغېزې لاندې نړیوال شکل هم بدلون ومومي؟































