د چين د سوداګرۍ د هڅونې ټولنه له امریکا غوښتي، چې د بازار او اقتصاد او د عادلانه سيالۍ اصولو ته دې درناوی وکړي.
د امريکې د سپينې ماڼۍ وېبپاڼې د دغه هېواد پر وخت د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه ځان ته د لومړيتوب ورکولو په نامه د سرمايه ګذارۍ تګلارو يادښت خپور کړ او اعلان يې کړی، چې د امريکې د سرمايه ګذارۍ تګلارې به تنظيم شي او له چين سره به متقابلې پانګونې محدودې شي.
د چين د سوداګرۍ د هڅونې ټولنې وياند د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د امریکا دې اقدام ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې د چين د صنعت او سوداګرۍ ټولنه د سپېنې ماڼۍ له دې اقدام سره ټينګ مخالفت کوي، چې د ملي امنيت په نامه په پر له پسي توګه د دواړو هېوادونو تر منځ په عادي اقتصادي او تجارتي تګ راتګ کې خنډونه جوړوي. هغه زياته کړه: موږ پر امريکې غږ کوو، چې د اقتصادي او تجارتي چارو او د ملي امنيت مفهوم روښانه او واضح کړي، د دواړو هېوادونو پر متقابلې پانګونې لګېدلي محدوديتونه دې لغوه کړي او د دواړو هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ ټولنې تر منځ دې د همکارۍ لپاره ښه شرايط جوړ کړي.









