ټرمپ بیا هم په راتلونکو ټاکنو کې د روسیې مرستو ته سترګې په لار دی. د امریکا د ملي امنیت یوې پخوانۍ سلاکارې سوزن رایس په خپله تازه مرکه کې ویلي د امریکا په ټاکنو کې د روسیې مداخله د شرم وړ ده. د نوموړې په وینا روسیه په ښکاره توګه د امریکا په ټاکنو کې مداخله کوي خو ددغه مداخلاتو پر وړاندې د ټرمپ چلند هم د اندېښنې وړ دی. رایس ویلي ټرمپ د امریکا په دې ټاکنو کې هم د بریا لپاره د روسیې مرستو ته سترګې نیولې دي او که داسې کوم څه وشي نو د ټاکنو پایلې به د امریکا خلکو ته د منلو نه وي. تر دې وړاندې هم داسې تورونه پورې شوي چې ښایي ترمپ د روسیې په مرسته یو ځل بیا په امریکا کې واک ته ورسېږي.
































