د چين د هونان ولايت د شیانګ شي د تو جيا قوم او مياو قوم په کورواکې سيمې کې له رنګينو تارونو څخه د ټوکرونو د اوبدلو مهارت له زرو کلونو راهيسې نسل په نسل خپرېږي او اوس يې د چين د دولت په کچه د غيرمادي ميراثونو په لېست کې شامل شوی دی.


د تو جيا قومي ژبه کې د اوبدلو مهارت ته ( دا هوا) وايي. ځايي نجونې په اوه يا اته کلنۍ کې د ټوکر اوبدلو زده کړه پيلوي. دغه شان ټوکرونه د تو جيا قوم په ورځني ژوند کې ډېر کارول کېږي او زياتره ترې رنګينې جامې، پتلونونه، ملابند او خولۍ جوړېږي. دغه راز، دغه شان ټوکرونه معمولاً د ناوې او د مينانو د باوري توکي په توګه هم رول لوبوي.

په ځايي دوکانونو کې له دغو ټوکرونو څخه جوړې جامې، کمربندونه، رومالونه، نېکټایۍ او لاسي بکسونه ډېر تر سترګو کېږي او مشتريان يې ډېر خوښوي. ځايي مېرمنې په کورونو کې د ټوکرونو له اوبدلو څخه ښې ګټې اخيستلې شي او دغه چاره یې د سيلانيزو چارو يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

































