د چين د سوداګرۍ وزارت او د دولتي شورا د تعرفو کمیسیون د امريکا په وړاندې د یو شمیر متقابلو اقداماتو خبر ورکړی دی.
د امریکا حکومت د فنتانیل په پلمه پر هغو چیني تولیداتو چې دغه هېواد ته صادرېږي د تعرفو د لس سلنه نورې زیاتېدا خبر ورکړی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت ویاند وویل چې هېواد يې د تجارت نړیوال سازمان د شخړو حلولو په چوکاټ کې د امريکا پر وړاندې دعوا اقامه کړې ده.
چین د امريکا ۱۵ ادارې د صادراتو د کنټرول په لیست کې اضافه کړې، د ټکوم (TCOM) په ګډون ۱۰ امریکایي شرکتونه یې د بې باوره ادارو په لیست کې شامل کړي.
نوموړي دغه راز ویلي چې د امریکا د ایلومینا شرکت به هم د بې باوره شرکتونو په لیست کې ور اضافه کړي.











