د چین د هنري میراثونو ادارې ویلي چې دوی د مارچ د ۴مې نېټې په سهار د نیویارک د منهتن څارنوالۍ له دفتر څخه د چین ۴۱ قلمه هنري آثار ترلاسه کړل.
سرچینې ویلي چې دغه آثار پخوا له چین امریکا ته قاچاق شوي وو او ډېر ژر به چین ته واستول شي.
هنرپوهانو ویلي چې یاد لرغوني هنري آثار تاریخي، هنري او ساینس په برخو کې ارزښت لري.































