د عراق د بهرنیو چارو وزیر په رسمي توګه له عراق څخه د ۱۵۰۰ امریکایي سرتېرو وتل تایید کړي دي. فواد حسین ویلي، امریکا د ټرمپ له ژمنې سره سم خپل ۱۵۰۰ سرتېري د عراق له مرکزي اډو څخه ایستلي دي. نوموړي له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې د اروپا له پارلمان څخه غوښتي چې په عراق کې د ترسره کېدونکو پارلماني ټاکنو نظارت لپاره خپل ناظرین دغه هېواد ته ورواستوي. حسین د خپلو خبرو پر دوام دغه راز له اروپایي ټولنې هم غوښتنه کړې ده چې د عراق نوم دې د ترهګرو ډلو د ملاتړ له لیست څخه وباسي.


































