چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امریکا دې له چین سره د سوداګریزې شخړې پر ځای متقابل درناوی غوره کړي

لیکنه: هیله؛ د سي جي ټي ان خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 11, 2025
in نړیوال خبرونه
0
امریکا دې له چین سره د سوداګریزې شخړې پر ځای متقابل درناوی غوره کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امریکا تازه ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر  لوړې وروسته د کانادا، مسکسکو او چین په شمول د ډېرو هېوادونو پر صادراتو اضافي تعرفې اعلان کړی. د ده دغه  تګلارې فعاله اغېزه ولري که نه؟ د چین ميډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریالې له افغان شنونکي انديښمن ځاځي سره په دې اړه یوه مرکه کړې.

اندیښمن ځاځی وویل، دا یو ښکاره حقیقت دی چې د امریکا تازه ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو جنجالي څیره او بې ثباته سیاستوال دی ، نو په دې اساس ډېر کله د خپلې واکمنۍ پر مهال ځینې احساساتي پریکړې هم کوي . باید وویل شوو چې ډېر کله سیاسي تګلارې پر اقتصادي تصدیو بدې اغیزې کولی شي او د امریکا د ولسمشر وروستیو  پریکړو  د امریکا پر خپلو اقتصادي تصدیو هم ښایي بدې اغېزې کړي وي او یا یې هم ښایې په اوږده موده کې وکړي،  د دغو تګلارو ګټې او زیانونه  د تګلارو  پر ډول او د عملي کولو پر څرنګوالي پورې تړاو لري . ځیني سیاستونه لکه د سوداګریزو تعرفو زیاتول ممکن  د همدغه هېواد ځینې شرکتونه کمزوري کړي، خو په ورته وخت کې دا تګلارې د نورو شرکتونو لپاره فرصتونه هم پرانیستلی شي. او همدا راز پر هغو هېوادونو هم اغېز لرلی شي چې امریکا یې پر وړاندې د تعرفو د لوړو دریځ خپل کړی لکه  کاناډا ، مکسیکو او چین.

انديښمن صاحب په اشارې وویل، کاناډا او مکسیکو د امریکا نږدې سوداګریز شریکان دي او د دوی پر وړاندې د امریکا وروستۍ دریځ د دواړو هېوادونو لخوا غندل شوی او ان کاناډا په خپل هېواد کې د امریکا الکول لرونکو څښاکو پر پېر او پلور بندیز هم لګولی. همدا راز چین د امریکا له‌ خوا د نويو ګمرکي تعرفو پر وړاندې د غبرګون پر اقداماتو غور کوي او ډېر احتمال دا دی چې چین د امریکا کرنیز محصولات په نښه کړي. مکسیکو هم د امریکا د وروستۍ پرېکړې په باب غبرګونونه ښودلي دي چې دا په ټول کې د امریکا او نړۍ پر اقتصادي ثبات یوه ناوړه اغېز کولی شي.

زما په اند د امریکا لخوا د تعرفو لوړولو سیاست د امریکا پر اقتصاد او سوداګرۍ څو اړخیزې اغېزې لري. که څه هم دا اقدامات د ځینو کورنیو صنعتي شرکتونو ملاتړ کولی شي خو په ورته وخت کې د توکو بیې لوړوي او د سوداګریزو شریکانو سره کړکېچونه رامنځته کوي، چې هم د امریکا اقتصاد او سوداګرۍ ته زیان اړولی شي او هم د امریکا سوداګریزو شریکانو اقتصاد او سوداګرۍ ته.

انديښمن صاحب د چین او امریکا د سوداګریزو اړیکو د ساتلو په اړه داسې وویل، امریکا تر ټولو پیاوړی اقتصادي هېواد دی ، چین اوس مهال په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد درلودونکی هېواد دی چې شاوخوا له ټولې نړۍ سره سوداګري لري. د چین او امریکا سوداګریزې اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره اړینې دي، بلکې د نړیوال اقتصاد لپاره هم حیاتي بلل کیږي . بلخوا د چین او امریکا تر منځ سوداګریزې ناندرۍ او کړکیچونه نه یوازې دوی ته بلکې پر نړیوال اقتصاد هم بده اغیزه کولی شي، نو اړینه ده چې دا دوه لوی اقتصادي هېوادونه ( چین او امریکا ) په اقتصادي برخه کې ثابتې، باثباتې او متوازنې اړیکې ولري او د دې  لپاره چې دا اړیکې ثابتې، باثباتې او متوازنې وساتل شي، اړینه ده چې دواړه هېوادونه ځیني مهم اقدامات تر سره کړي لکه :

اول –  چین او امریکا ته پکار ده چې د سوداګرۍ، تعرفو، او اقتصادي همکارۍ پر سر دوامداره مذاکرات ولري . پر تعرفو او محدودیتونو باید له سخت دریځ کار وانخلي او د دغو ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو له لارې هڅه وشي.

دویم ـ چین او امریکا باید د سوداګرۍ په برخه کې دوه اړخیزې ګټې په پام کې ونیسي او  اړینه ده چې په همدې بنسټ پیاوړې اقتصادي اړیکې جوړې کړي .که یو هېواد یوازې خپلې ګټې په پام کې ونیسي، نو د بل هېواد اقتصادي فشار به شخړې لا زیاتې کړي.

دریم ـ ډېر کله اړیتا پیدا کیږي چې یو هېواد د خپلې سوداګریزې پالیسۍ له مخې ځینې اقدامات تر سره کړي لکه د تعرفو لوړول، پر نورو بندیزونه، او داسې نور. خو دا ټول تدابیر باید ورو، تدریجي، او له ژور تحلیل وروسته عملي شي. په همدې اساس باید ووایو چې امریکا ته هم پکار وه چې د خپلو وروستیو پرېکړو په تړاو یې ډېر غور کړی وای او تر غور وروسته یې په تدریجې ډول دا پرېکړې عملي کړې وای، نو ښایي وروستۍ پورته شوې ناندرۍ نه وای رامنځته شوې. د چین او امریکا تر منځ د سوداګریزې جګړې پر ځای د متقابل درناوي پر اساس  اقتصادي سیالي ډېره اړینه ده.

همدا رنګه د دواړو هېوادونو تر منځ د پانګونې او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، د نړېوالو اصولو مراعت کول، او له یو بل سره د نوې ټیکنالوژیو او بازرانونو شریکول د دې لامل کېدی شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې اړیکې ثابتې ، باثباتې او متوازنې وساتل شي.

انديښمن صاحب زیاته کړه، که امریکا او چین د شخړې پر ځای د متقابل تفاهم پر بنسټ عمل وکړي، نو نه یوازې د دوی سوداګري باثباته پاتې کېږي، بلکې د نړیوال اقتصاد لپاره هم دا یو مثبت پرمختګ کیدلی شي.

Previous Post

غور کې د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شوي

Next Post

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د درېيمې غونډې د پای ناسته روانه ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د درېيمې غونډې د پای ناسته روانه ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په چين کې د پنځه جي ۴ میليونه او ۲۵۰ زره بنسټيز سټېشنونه جوړ شوي

په چين کې د پنځه جي ۴ میليونه او ۲۵۰ زره بنسټيز سټېشنونه جوړ شوي

جنوري 22, 2025
اوچا: بې وزله افغانانو سره د مرستې لپاره ۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

اوچا: بې وزله افغانانو سره د مرستې لپاره ۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

فبروري 20, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ