سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

تخار

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 21, 2020
in راشه ورشه
0
تخار
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

تخار ولايت د هېواد له کرنيزو ولايتونو څخه دى، چې د کابل په ٤٠٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او  په دويمه درجه ولايتونو کې راځي.

دا ولايت  په شمال– ختيځ کې له بدخشان، په لوېديځ کې له کندوز، په سوېل کې له بغلان او په شمال کې له تاجکستان سره نږدې پروت دی.

You might also like

پروان

وردګ

غور

 د دغه ولايت مساحت ١٢٤ زره کيلومتره اټکل شوى دى.  د هغې سر شمېرنې له مخې چې په دې وروستيو کې د مرکزي احصايې له لوري  په ١٣٨٨ کال کې شوې، په هر کيلومتر کې يې  د وګړو شمېر ٧١ تنه اټکل شوى دى.

د دغه ولايت اقليم په اوړي کې نسبتاً ګرم  او په ژمي کې يخ دى. په ژمي کې يې د حرارت درجه له منفي ٢١ څخه تر ٢٩ درجو  او په اوړي کې يې ګرمي له ٣٥ څخه تر ٤٠ پورې رسېږي.

ورځ يې د اوړي په جريان کې نسبتاً ګرمه وي او هوا يې د لړم له لومړۍ تر غويي مياشتې يخه ده او واورې او بارانونه په کې کيږي . د دغه ولايت د اورښت کلنۍ اندازه ٢٢٩٠  ملي مترو څخه زياته اټکل شوې ده.

 ولسوالۍ :

 ياد ولايت له مرکز پرته له ١٦ ولسواليو څخه تشکيل شوى دى. د دغه ولايت مرکز تالقان ښار او ولسوالۍ يې: ورسج، فرخار،  کلفګان، خواجه غار، خواجه بهاوالدين، بهارک، هزار سمچ ، دشت قلعه، ينګي قلعه، چاه آب، رستاق، بنګي، اشکمش، چال، نمک آب او درقد دي.

د تخار مېشت قومونه هم له ازبکو،  تاجکو، پښتنو  او هزاره ګانو څخه عبارت دي، چې ډېرى يې ازبکان او کم يې هزارګان دي.

د اوبو بندونه

سره له دې چې تخار روانې اوبه لري او کوکچه سيند ورڅه تېر شوى او له امو  سيند سره نښلي، خو بيا هم په دغه ولايت کې سربند نشته. د تالقانو ښار اوسېدونکي له ډېزلي برېښنا ګټه اخلي او حتى د يوه کيلو واټ په بدل کې ٦٠ افغانۍ ورکوي. ډېرى تخاريانو په ولسواليو او کليو کې د اوبو وړوکي بندونه جوړ کړي او له دې لارې يې د خپلې اړتيا وړ برېښنا چمتو کړې ده.

 ټاکل شوې وه چې  په ١٣٥٠مه لسيزه کې  سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د دغه ولايت په کوکچه سيند د برېښنا يو بند جوړ شي، خو د ١٣٥٧ کال د غويي له کودتاه را وروسته تر ننه پورې  پرې هېڅ کار نه دى شوى.

فرهنګ

 په دغه ولايت کې فرهنګي فعاليتونه له ١٣٥٧ کال وروسته د تخارستان په نامه د یوې اونيزې په خپرېدو پيل شول، خو دا اونيزه هم د شته ستونزو له امله په يوه مياشت کې دوه يا درې ځله خپرېده. د دې خپرونې د امتياز خاوند د اطلاعاتو او کلتور رياست و، چې اوسمهال په مياشت کې يو ځل خپرېږي.

د تخار اوسېدونکي له چاپي خپرونو سره زياته لېوالتيا لري، په ځانګړي ډول په وروستيو ١٢ کلونو کې په دغه ولايت کې د کوکچه، بستر درياچه، د تخارستان ځوانانو ټولنه، اونيزې، مياشتنۍ او ډېرې مجلې  د خلکو تر ګوتو رسېدلې دي.

 همدارنګه زياتې رسنۍ لکه تصوير، طلوع افتاب، اينه ناب، خورشيد، جوان ورځپاڼه او لمر اونيزه چې په تېر کې يې فعاليت درلود او همدارنګه غږيزې او انځوريزې رسنۍ په دغه ولايت کې فعالیت کوي.

د دې تر څنګ، ډېر کتابتونونه او بېلابېل کورسونه هم په دغه ولايت کې فعال دي، چې ځوانان او نجونې په کې  روزنه تر لاسه کوي.

سيمه ييزه موسيقي هم د دغه ولايت د کلتور يوه لرغونې برخه ده.

تاريخي آبدې

تخار د هېواد له تاريخي او لرغونو ولايتونو څخه دى، چې لرغونوالى يې د مقدوني سکندر زمانې ته رسېږي. يوناني جغرافيه ليکوونکو(استرابو) او(بطليموس) په خپلو اثارو کې له نن نه نږدې ٢٣٠٠ کاله وړاندې د امو سيند له  سکندريې يا اوکسيانا سکندريې څخه يادونه کړې.  خو تر وروستيو پورې معلومه نه وه چې د مقدوني سکندر دغه افسانوي ښار به د اسيا د کوم هېواد په خاوره کې خښ او ورک شوى وي.

 کلونه وشول چې نړيوال  لرغون پېژندونکي او تاريخ پوهان په ځانګړي ډول اروپايان په دې لټه کې وو، چې ختيځ ته د سکندر مقدوني  د پښو تللي خاپونه ومومي. تر دې چې يو ستر راز را لوڅ شو او د سکندر مقدوني معمايي ښار هماغه د امو سيند سکندريه وخوت، چې د افغانستان په شمال– ختيځ ياني ننني تخار کې د پېړيو پېړيو تر ګرد لاندې  وموندل شو، چې  په کشف سره يې ګڼې تاريخي او لرغونې معماوې حل  او د ګران افغانستان د مدنيت په تاريخي زاويو يوه نوې رڼا پرېوته.

د اى خانم تاريخي ساحه هم په دشت قلعه ولسوالۍ کې د امو او کوکچې سيندونو د پريکون په ساحه کې موقعيت لري. اى خانم د باختري يونان  د زمانې ملکه وه، چې په دغه سيمه کې يې سلطنت کاوه.

خو دغه ساحه د کورنيو جګړو پر مهال په ١٣٧٠یمه لسيزه کې د لاسوهنې سبب وګرځېده او کره معلومات نشته، چې له دغې غونډۍ نه څنګه اثار لوټل شوي .

 څو کاله وړاندې له اى خانم غونډيو څخه  يو څلور خانه يي ډبرين پشقاب او ١٩٥  لرغونې سيکې هم د غير قانوني کيندنو په سبب تر لاسه شوې وې، چې قاچاق وړونکو يې بهر ته د وړلو نيت درلود، خو د پوليسو لخوا تر لاسه او يو کس ونيول شو.

دغه اثار د اطلاعات فرهنګ رياست ته تسلیم او له نښانو څخه څرګنده شوه، چې دغه اثار په باختري دورې ( ٢ مخ زېږديزې پېړۍ) پورې اړوند دي.

خواجه بهاوالدين، خواجه خضر، حضرت(واقف)، خواجه چنګال، پير فرخار او قلعه ذوبين د دغه ولايت له لرغونو او تاريخي سيمو څخه دي .

 موزيم

 په تخار ولايت کې کوم موزيم نشته، تر اوسه چې په دغه ولايت کې کوم تاريخي اثار تر لاسه شوي، نو اطلاعاتو کلتور رياست ته تسليم او د کابل موزيم ته لېږدول شوي دي.

 مشاهير

په دغه ولايت کې اوس هم د پخوا په څېر ځينې فرهنګي او علمي څېرې شته، چې د دغه ولايت فرهنګي هويت څرګندوي.

د بېلګې په ډول يې له سر معلم طارق، ډاکتر سيدحسين شهيد، ملا عبدالودود شهيد، حسين ګلفګانى، قاري امير او نورو څخه يادونه کولى شو.

رسنۍ

 په تخار ولايت کې رسنيزو فعاليتونو د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ پرمختګ کړى او ډېری انځوريزې، غږيزې او چاپي رسنۍ  په دولتي او غير دولتي چوکاټ کې فعالې شوې، چې شمېر يې له ٢٠ اوړي.

د سردار محمد داوود خان د حکومت پر مهال په ١٣٥٠ کال کې په لومړي ځل په دغه ولايت کې د تخارستان په نامه اونيزه د اطلاعات کلتور رياست په اډانه کې چاپ شوه  او تخار ملي ټلوېزيون هم په ١٣٥٧ کال کې خپلې خپرونې پيل کړې.

پوهنه

د پوهنې بهير هم په دغه ولايت کې د پرمختګ په حال کې دى او په دغه ولايت کې ٦٠٠ ښوونځي شته، چې تر ٣٤٠ زرو زيات زده کوونکي په کې زده کړې کوي، چې ١٤٥ زره يې نجونې دي.

په دغه ولايت کې يو دارالعلوم، پنځه دارالحفاظونه، په ولسواليو کې د ښوونکو روزنې ١٥ الحاقيې (څانګې)، په تالقان ښار کې د ښوونکو روزنې يوه موسسه او څو ښځينه او نارينه ديني مدرسې فعاليت کوي.

صنعت

په تخار ولايت کې د صنعتي توليداتو شرکتونه او کمپنۍ نشته؛ خو د دغه ولايت خلک لاسي صنايعو ته سم لاسرسى لري، چې کولى شو له  دې ډلې د حيواناتو له پوستونو، مرۍ اوبدنې، د حيواناتو له پوست نه اوبدل شوي توکي او خامک ګنډنه ياد کړو.

د دشت قلعه ولسوالۍ اوسېدونکي  د بالاپوشونو، خوليو او پشمونو په اوبدلو بوخت دي او خپل توکي بازار ته د پلور لپاره وړاندې کوي، خو دغو صنايعو اوسمهال خپل پخوانى مارکيټ له لاسه ورکړى دى.

په دغه ولايت کې د ښځو لاسي صنايع د ستاينې وړ او هر کال  د ملي سوداګرو د هڅونې او بازار موندنې په موخه  د لاسي صنايعو بازارونو ته وړاندې کېږي، څو ملي سوداګر  د بازارموندنې لپاره  وهڅول شي.

کرنه

تخار د هېواد يو کرنيز ولايت دى، چې د خلکو اقتصاد يې تر ډېره په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ ولاړ دى.

د دغه ولايت ١٣٠ زره هکټاره ځمکه اوبيزه او  ٣٠٠ زره هکټاره للمه ده، چې زيات وخت په دوو فصلونو کې کرل کېږي. عمده محصولات يې وريجې، غنم، وربشې او جوار دي.

د دغه ولايت بڼونه هم له زينتي او ميوه لرونکو ونو لکه مڼو، الو، ګيلاس، ناک، شفتالو، زردالو، انګورو، خربوزې، هندواڼې او نورو څخه جوړ شوي دي، چې له تخار پرته نورو ولايتونو ته هم استول کېږي.

 په هېواد کې  د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په راتګ او ځینو مرسته ورکوونکو موسسو او کريم اغاخان د پراختيايي دفتر( ايکيدن) په مرسته د دغه ولايت کرنيز صنعت د پام وړ وده وکړه او اوسمهال په دغه ولايت کې ٢٤ بڼونه شته چې هر يو يې ٥٠ جريبه ځمکه نيسي. له همدې اړخه د دې ولايت اوسېدونکي د ښې اب هوا په درلودلو سره د دغو بڼوڼو کلنيو محصولاتو ته خوشبين دي.

د تخار ډېرى ولسوالۍ روانې او سرشاره اوبه لري، چې له امله يې په فرخار او اورسچ ولسواليو کې مالدارۍ هم ښه وده کړې او مالداران يې ډېر وختونه خپل مالونه له هېواده بهر پاکستان يا تاجکستان ته وړي.

ورزش

ورزش هم د هېواد دنورو ولايتونو په څېر په وروستيو کې په تخار ولايت کې ښه وده کړې ده. په تېر کې پهلوانۍ، تېږې اچونې او د غرسى په نامه سيمه ييز ورزش په دغه ولايت کې ښه وده کړې وه، خو په دې وروستيو کې د تکواندو، کاراته، جودو، کانګفو او واليبال، کرکټ، سامبو، زورخانه يي، کورش، پينګ پانګ او نورو په څېر رزمي لوبو د خلکو منځ کې مینه وال پيدا کړي دي.

همدارنګه په ښځينه او نارينه ښوونځيو کې هم ورزش وده کړې او ډېرى زده کوونکي په خالي وختونو کې په ورزش بوخت دي.

په تخار کې له ٢٢ زيات ورزشي فدراسيونونه شته، چې ورزشکارانو يې له څو کلونو راهيسې په کورنيو او بهرنيو سياليو کې اتلولۍ، د سرو، سپينو زرو او برونزو مډالونه تر لاسه کړي دي.

د تخار ورزشي امريت د  ورزش  په برخه کې د ورزشي منظمو ځايونو کمښت، د ځوانانو د ورزشي تمرينونو پر وړاندې يوه ستره ستونزه ګڼي او د منظمو لوبغالو او جمنازيمونو غوښتنه کوي.

حشمت الله نوري

Previous Post

دغه چارې هم په سپما کې راځي

Next Post

پرمختللی؛ خو ارزان بیه ځیرک موبایل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
پرمختللی؛ خو ارزان بیه ځیرک موبایل

پرمختللی؛ خو ارزان بیه ځیرک موبایل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندوز کې د ۲ چکډېمونو جوړولو چارې پشپړې شوې دي

کندوز کې د ۲ چکډېمونو جوړولو چارې پشپړې شوې دي

مارچ 7, 2024
د څو اروپايي هېوادونو ځنګلونو کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې

د څو اروپايي هېوادونو ځنګلونو کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې

جولای 17, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved