د «چين په پسرلي کې له نړۍ سره فرصتونه شريک کوي» تر عنوان لاندې نړيوال ډيالوګ د مارچ په ۱۴ مه د ګولمبیا په بوګوتا کې ترسره شو.
دغه ډيالوګ د چين ميډيا ګروپ لخوا برابر شوی دی.
په ګولمبیا کې د چین سفیر جو جینګ یانګ، د ګولمبیا د سوداګرۍ او صنعت وزیر، د ګولمبیا- چین د دوستانه اړیکې مشر او د ګولمبیا- چین د پانګونې او سوداګرۍ ټولنې مشر په شمول شاوخوا ۱۵۰ کسانو په دغه ډیالوګ کې ګډون کړی و.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې مرستيال او د ياد ګروپ مشر شن های شيونګ په دې ډيالوګ کې وېډيويي وينا وکړه او و یې ویل، د چین دولت رئیس شي جين پينګ د دغه هېواد د سږنیو دوو مجلسونو پر مهال پر دې ټینګار کړی چې چین به د نړیوالې همکارۍ فضا نوره پراخه کړي.
نوموړي وویل، هېڅ هېواد د نړیوالو ننګونو پر وړاندې په یوازې توګه ستونزې نه شي لرې کولای. چین به ورخلاصون ته دوام ورکړي او د چین ثابت پرمختګ نړۍ ته د ثبات باور وړاندې کړی دی.
































