چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين د نړيوالې اقتصادي سمسورتيا لپاره د لنګر رول لوبوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 20, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چين د نړيوالې اقتصادي سمسورتيا لپاره د لنګر رول لوبوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د مارچ په ۱۶مې نېټې ويلي، چې په روان ۲۰۲۵م کال کې به د بهرنيو پانګونو صنعتي چوکاټ پراخ او نوی صنعتي لېست به خپور کړي او په عمده توګه به د مخکښو توليدي چارو، د عصري تخنيک، د انرژۍ سپمولو او د چاپېريال ساتنې په برخو کې د بهرنیو پانګوالو له پانګونې ملاتړ وکړي او د دې ترڅنګ په همدې کال کې به يو بل صنعتي لېست يعنې د چين په منځنيو او لوېديځو سيمو کې د بهرنيو پانګونو صنعتي لېست هم خپور کړي او د بنسټيزو تأسيساتو، تخنيکونو، د خلکو د ژوند او لګښت په برخو کې به بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.

د چين سوداګرۍ وزارت په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې په روان کال کې به د دولت په کچه د اقتصادي پرمختيايي سيمو او د خدماتي چارو د ورخلاصون د پراخوالي په پار د دولتي نمونوي سيمو او د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمو په ډېرو ډګرونو کې بهرنيو پانګونو ته پام واړوي، څو دغه ډګرونه ښه رول ولوبوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د معلوماتو له مخې، چين په کوردننه د اقتصادي تخنيکونو ۲۳۲ دولتي پرمختیایي سيمې جوړې کړې دي. که څه هم پراخوالی يې د دغه هېواد د عمومي پراخوالي څه کم درې پر زرمه برخه نيسي، خو عمومي توليدي ارزښت يې د هېواد يو پر لسمه برخه نيسي او پکې کارول شوې بهرنۍ پانګې د کارول شويو عمومي بهرنيو پانګو يوه پر پنځمه برخه نيسي.

اوسمهال نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا د کمزورتيا او د جيوپوليټيکي کشالو له شدت سره مخ دی. خو چين په همدغسې حالت کې د بهرنيو پانګونو د ثابتېدو او د ورخلاصون په پراخوالي سره، نه يوازې خپل باکيفیته پرمختګ ته حياتي ځواک ورکړی، بلکې د سیمې او د نړيوال اقتصاد د ثبات او پرمختګ لپاره يې هم د ملاتير رول لوبولی دی.

د چين د حکومت په سږني راپور کې ډاډ ورکړل شوی، چې هېواد به یې پر ورخلاصون ټينګار ولري.

د چين وروستيو تګلارو او لاسته راوړنو د دغه هېواد د ورخلاصون د ستراتيژۍ مهم اهميت ښکاره کړی دی.

کارپوهان د بهرنيو پانګونو د راجلبولو په برخه کې د چين کليدي غوره والی د دغه هېواد لوی بازار او اغېزناک صنعتي ځنځير يادوي. چين به د ۲۰۲۵م کال د بهرنيو پانګونو د هڅولو په پار په نوي صنعتی لېست کې د پرمختللو توليدي چارو، عصري تخنيکونو، انرژیو او چاپېريال ساتنې په برخو کې ورخلاصون پراخ کړي او په منځنيو او لوېديځو سيمو کې به د تخنيکونو او  د خلکو د ژوند او مصرف په برخو کې امتيازي تګلارې غوره کړي او لازياتې بهرنۍ پانګې به راجلب کړي. د چين د تګلارو جوړښتي تنظيم نه يوازې د دغه هېواد د کورنيو صنايعو د ښه والي له اړتياوو سره سمون لري، بلکې د بهرنيو تصديو لپاره يې بېل پرمختیايي فرصتونه هم برابر کړي دي.

د پاملرنې وړ خبره دا ده، چې پر چيني بازار د بهرنيو پانګوالو باور د لنډمهالو بازاري بدلونونو له کبله نه دی بدل شوی.

په چين کې د جاپاني سوداګرو ټولنه وايي، چې ۵۸ سلنه تصدۍ يې پلان لري، چې په چين کې پانګونې زياتې کړي. دغه راز په چين کې د امريکايي سوداګرو ټولنې هم په يوه راپور کې ويلي، چې ۵۳ سلنه امريکايي تصدۍ غواړي، چې په دغه هېواد کې خپلې چارې پراخې کړي. پر چيني بازار د تصديو باور د ښه سوداګريز چاپېريال ښکارندويي کوي.

چين د ورخلاصون پر مټ د نړيوال کېدو د پرمخبېولو لپاره د ملاتير رول لوبولی او د کمربند او لارې د وړانديز د پلي کولو له لارې يې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره فرصتونه برابر کړي دي.

د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز، د يونان د پيرايوس بندر، د چين او اروپا د اورګاډي پټلۍ او د چین ـ لاوس د ريل پټلۍ په څېر نورو ورته پروژو نه يوازې د نړۍ د بنسټيزو تأسيساتو شبکه بشپړه کړې، بلکې په توليدي چارو کې يې د دوه اړخيزو همکاریو او د تخنيکونو د پلور له لارې يې په نړيوالو صنعتي ځنځيرونو کې د پرمختیايي هېوادونو د شموليت لپاره ګټورې لارې هم برابرې کړې دي.

نړۍ د بې ثباتۍ پر ژۍ ولاړه ده او چين به د ورخلاصون پر مټ د نړيوال اقتصاد د ګډې سمسورتيا لپاره د لنګر رول ولوبوي.

Previous Post

د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې د سړک جوړولو چارې پیل شوې

Next Post

شي جين پينګ د يون نان ولايت له لي جيانګ ښار څخه ليدنه کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شي جين پينګ د يون نان ولايت له لي جيانګ ښار څخه ليدنه کړې

شي جين پينګ د يون نان ولايت له لي جيانګ ښار څخه ليدنه کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Beating Video Slot Machines In Australia

سپتمبر 8, 2025
ډبلیو اېف پي: پنځه ميليونه افغانانو ته مرستې رسولی شو

ډبلیو اېف پي: پنځه ميليونه افغانانو ته مرستې رسولی شو

جولای 10, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ