د يونان هېواد پر ځايي وخت د مارچ په ۲۰مه نېټه د المپيک نړيوالې کمېټې د ۱۴۴مې عمومي غونډې په څنډه کې د دغې کمېټې مشر توماس باخ د چين مېډيا ګروپ خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د دغې کمېټې او د چين مېډيا ګروپ ترمنځ د همکارۍ په رڼا کې د المپيک په شمول د ډېرو سپورټي لوبو ډېر په زړه پورې خپرونې او راپورونه نندارچيانو ته وړاندې شوي دي.
نوموړي وويل، چې له چين مېډيا ګروپ سره همکاریو ته په درنه سترګه ګوري او په ۲۰۲۶م کال کې د المپيک ژمنيو لوبو پر مهال د چين مېډيا ګروپ نورو کارنامو ته سترګې په لار دی.











