چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

که کوم هېواد له امریکا سره متحدېږي، نو بايد ښه فکر پرې وکړي

لیکنه: ډېوه؛ د سي جي ټي ان خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 1, 2025
in نړیوال خبرونه
0
که کوم هېواد له امریکا سره متحدېږي، نو بايد ښه فکر پرې وکړي

Ukrainian President Volodymyr Zelensky (L) talks with US President Donald Trump (C) and US Vice President JD Vance (R) in the Oval Office of the White House in Washington, DC, USA, 28 February 2025. Zelensky is in Washington to sign the framework of a deal, pushed by President Trump, to share Ukraines’s mineral wealth with the US.

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

امریکا خپل نږدې متحد اوکراین د خپلو ګټو لپاره داسې لوبولی، چې نړۍ یې حيرانه کړې ده. د اوکراین پارلماني غړي یاروسلاف ژیليزنیاک د مارچ په ۲۷مې نېټې د امریکا او اوکراین د کانونو د مسودې جزئیات خپاره کړي دي. په دغې مسودې کې د اوکراین د خاورې ټول خام مواد يعنې تیل، اوسپنه او ګاز  شامل دي.

 په مسودې کې ويل شوي، چې دولتي او خصوصي شرکتونه به کانونه کيندي، عواید او ګټې به په بهرنيو اسعارو بدلوي او له اوکراينه بهر به یې لېږي او که پیسې پر وخت ونه رسوي، نو اوکراین به یې  مسئوليت پرغاړه لري او بل دا چې دغه پیسې باید امريکا ته له اوکراین سره د مرستو د پور ورکولو لپاره وکارول شي. دغه راز، يوازې به امريکا اختيار لري، چې د اوکراين دغه خام مواد پر چا پلوري او اړوندې چارې به يې د يوې ۵ کسيزه کمېټې لخوا اداره کېږي، چې ۳ غړي به یې امريکایان وي او په ټولو امورو کې به د ويټو حق لري.

په دغې مسودې کې د اوکراين د امنيت د تامين غوښتنې نه دي ذکر شوي. ژیليزنیاک د دغې مسودې په اړه خپل احساس په دې ډول بیان کړی: دا ډېر حيرانوونکی دی!

له امریکا سره متحدېږئ، د واشنګټن د زورواکۍ، غلا، متغیرو سیاستونو او ګټو پالنې ته چمتو یاست؟ 

د اوکراین پر وړاندې د امريکا چلند د ټرمپ او بایډن ادارې ترمنځ ډراماتیک بدلون موندلی دی. د بایډن ادارې د روسیې او اوکراین د شخړې د پيل په لومړیو وختونو کې په ډېرې چټکۍ اوکراین د “ډیموکراتیکې دفاعي کرښې” په توګه انځور کړ او د شاوخوا ۱۰۰ ميلیارډو ډالرو د مرستو ژمنه یې ورسره وکړه او د پوځي مرستو کچه یې ورسره بې ساري لوړه کړه.

د امريکا د دغه ډراماتیک بدلون تر شا، نه یوازې د ناټو د بیا ژوندۍ کولو ستراتیژۍ پرته وه، بلکې د نظامي صنعت د ګټو پر بنسټ هم فکر موجود و.

د روسيې او اوکراين د جګړې په جریان کې د ریتیون او لاکیډ مارټین په شمول د وسلو د توليد لویو شرکتونو د ونډو بیې په اوسط ډول ۳۷سلنه لوړې شوې او دا په رښتينې مانا د جګړې له لارې د پيسو د اخيستلو د نظريې ښکارندويي کوي.

کله چې ډونالډ ټرمپ واک ته ورسېد، نو هغه له اوکراين سره د حساب خبره او د پخوانیو پوځي مرستو د بېرته ورګرځولو غوښتنه وکړه او په دې فکر کې و، چې له دغه هېواد سره مرستو ته دوام ورکړي او که نه؟

د کانګرېس څېړنیزې ادارې د روان کال په جنورۍ کې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې د امریکا کانګرېس د روسیې او اوکراین د شخړې له پیل راهیسې پنځه لایحې تصویب کړي او اوکراین ته يې د ۱۷۵ ميلیارډو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ورکړې دي. خو ټرمپ بیا وايي، چې اوکراین د امریکا ۳۵۰ ميلیارډه ډالر پوروړی دی.

د امریکا او اوکراین د کانونو د تړون ياده مسوده، په اصل کې د امريکا د ولسمشر ټرمپ په ذهن کې د سوداګريز فکر له مخې جوړه شوې ده. که اوکراین غواړي، چې امريکا ورته د امنيت تضمين ورکړي، نو خپلې معدني سرچېنې باید امريکا ته ډالۍ کړي.

د متحدینو پر وړاندې د امریکا په پالیسيو کې ستر بدلونونه د دواړو ګوندونو له ایډیالوژیکو توپیرونو سره تړاو لري، مګر هغه څه چې بدل شوي ندي هغه دا دي، چې دواړه ګوندونه د امریکا ګټې تعقیبوي، خو د ګټو لارې يې مختلفې دي او په حقيقت کې د دواړو امريکايي مشرانو (بایډن او ټرمپ) تر شا د ګټو ډلې هم مختلفې دي.

امريکا خپل متحدین په جیوپولیټیکي لوبو کې د شطرنج د لوبې د دانې په څېر لوبوي. اوکراین مخکې د روسيې ضد مخکښ رول لوباوه، خو نن د معاملې پر تلې تلل کېږي.

امريکا هڅې کوي، چې په نړیوال سیاست کې د لوی متحد په توګه راڅرګند شي، خو په خپلو ډیپلوماټیکو ستراتیژيو کې د خود غرضۍ او بې ثباتۍ دوامدارې بدلېدونکې بڼې ښيي او متحدین يې په تدریجي ډول دغه منطق ته رسيدلي، که کوم هېواد امريکا ته ګټې رسوي، نو بیا ورسره نږدې اړيکې پالي او کار ترې اخلي او وروسته یې پرېږدي. اوسمهال پر امريکا اعتبار له بې سارو شکونو سره مخ دی.

زورواکې لوټماري، بې ثباته پالیسي او خود غرضي د امريکې ځانګړتياوې دي او که کوم هېواد ورسره متحد پاتې کېږي، نو مخکې له مخکې باید دا فکر ولري، چې واشنګټن ته څه ورکولی شي؟

کله چې د شطرنج دانې وسوځي، نو بيا لوبې کې رول نه شي لوبولی. نو کوربه هم بیا د دې ځواکمن متحد پر وړاندې د کوربتوب حق نه لري.

په حقیقت کې، د پوښتنو ځوابونه پیچلي نه دي. د څو اړخیزو همکاریو د شبکې رامنځته کول او د ستراتیژیکو پاليسو په جوړولو کې  خپلواکي ساتل د پرمختګ کلیدي ټکي دي.

Previous Post

د چيو شه مجلې «د علم او ټیکنالوژۍ د یوه ځواکمن هېواد جوړولو د لوی هدف پر لور پرمختګ» په عنوان د شي جین پينګ مقاله خپره کړه

Next Post

چین د کور جوړولو پروژې د مشخصاتو ملي سټنډرډ خپور شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چین د کور جوړولو پروژې د مشخصاتو ملي سټنډرډ خپور شو

چین د کور جوړولو پروژې د مشخصاتو ملي سټنډرډ خپور شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران، روسیه او هند پر افغان سوله غږېدلي دي

ایران، روسیه او هند پر افغان سوله غږېدلي دي

نوومبر 5, 2020
ترکیې لسګونه افغان کډوال بېرته رالېږلي دي

ترکیې لسګونه افغان کډوال بېرته رالېږلي دي

اپریل 25, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ