د سعودي عربستان پادشا ملک سلمان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په استولي ویډیويي پیغام کې ویلي ایران او ملګري یې په سیمه کې په پراخو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري. د ملک سلمان په وینا ایران له اټومي هوکړې په استفادې خپلې اټومي وسلې پراخوي او تر څنګ یې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لمن پراخه کړې ده. هغه ویلي ایران په خپلو ترهګریزو فعالیتونو او غیر قانوني کړنو نړیوال او سیمه ییز امنیت ته خطر دی او ټول یې باید پر وړاندې ودرېږي. هغه پر نړیوالو غږ کړی چې ایران له اټومي فعالیتونو را وګرځوي او خبرداری یې ورکړی چې سعودي عربستان او ملګرو ته یې د ګواښ جوړولو په صورت کې به ایران د سعودي عربستان له توند غبرګون سره مخ شي.
































