برېتانیا وایي د بین الافغاني خبرو د بریا لپاره اوربند خورا مهم دی. په کابل کې د برېتانیا سفیرې آلیسون بلېک د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي. بلېک په دې لیدنه کې ویلي چې باید د تاوتریخوالي کموالي لپاره اقدامات وشي او ددغه بهیر د څار لپاره باید یو ځانګړی میکانیزم رامنځ ته شي. هغې زیاته کړې چې بین الافغاني خبرې پيل شوې دي او د سولې په برخه کې د پیل شوو هڅو د بریا لپاره اوربند او د تاوتریخوالي کمول خورا مهم دي. نوموړي همدا راز له افغان حکومت او د سولې له پروسې د برېتانیا پر ملاتړ ټینګار وکړ او په خبره یې دوی هڅه کوي چې د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع تر دې هم پیاوړې کړي. هغه د بین الافغاني خبرو پیل یوه مهمه لاس ته راوړنه بللې ده او د دې بهیر د بریا هیله یې څرګنده کړې.
































