د چين دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د اپريل د ۱۷مې نېټې په سهار د کمبوديا د پاچا نوردوم سیهاموني په بلنه له دغه هېواد څخه د رسمي ليدنې لپاره په ځانګړې الوتکه کې پنوم پن ته ورسېد.
د کمبوديا پاچا نوردوم سیهموني، د ولسي ګوند مشر او د سنا مجلس رئیس سمدېچ هون سېن په هوايي ډګر کې د شي جین پينګ تود هرکلی وکړ.
شي جين پينګ له پاچا نوردوم سیهاموني سره یوځای د کمبودیا د تشريفاتي ټولګي رسم ګذشت ولید.































