د هېواد د مرکز او ولایتونو صرافانو، د بلخ د صرافانو ټولنې د مشر د تښتونې او د صرافانو او سوداګرو امنیت ته د حکومت د نه پاملرنې په غبرګون کې کاري اعتصاب پیل کړ. په کابل او ځینو ولایتونو کې غونډې جوړې شوي او ګډونوالو یې له حکومت نه غواړي چې د صرافانو د امنیت د ټینګښت لپاره اړینې هڅې وکړي. د سوادګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي چې صرافانو په کابل کې اته لوی د صرافۍ مارکېټونه او په ټولو ولایتونو کې د صرافانو هټۍ تړلې دي. دی وایي چې دغه کاري اعتصاب خلکو او صرافانو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړوي. د صرافانو په وینا، هر هېواد حاضر دی چې په ډېرې لږې پانګونې سره خلکو ته پناه ورکړي او که چېرې افغان حکومت د صرافانو او سوادګرو امنیت ته جدي پام ونه کړي، نو خپلې پانګې به نورو هېوادونو ته ولېږدوي. صرافانو وویل، دوی به تر هغه کاري اعتصاب ته دوام ورکړي تر څو حکومت په دې اړه مثبت ځواب ووایي.
































