د چین د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر خبر ورکړ، چې د شنجو شلم نمبر فضايي بېړۍ درې کسیزه عمله د بېجينګ پر وخت د اپرېل د ۲۵ مې نېټې په يوه بجه او ۱۷ دقیقو د چين فضايي سټېشن ته ننوتلي دي.
د معلوماتو له مخې ياده درې کسيزه عمله به د شنجو ۱۹م نمبر فضايي بېړۍ له درې کسیزې عملې سره چې د تېر کال په اکتوبر کې د چين فضايي سټېشن ته ننوتلي، د ۵ ورځو لپاره ګډ کار وکړي او له دې وروسته به دواړه ډلې په دې سټېشن کې په نوبت فضايي دندې ترسره کړي.
دا د چين په تاريخ کې شپږم ځل دی چې د دوو فضايي بېړيو عملې په فضايي سټېشن کې يوځای کيږي.












