د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اپرېل په ۲۵ مه نېټه د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ او ادارې په تړاو د مطالعې ۲۰ مه غونډه ترسره کړې.
د چین د شي ان جياو تونګ پوهنتون استاد جنګ نان نينګ په دې اړه د دې غونډې برخوالو ته معلومات او کاري وړانديزونه ورکړي. د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي په جدي توګه اورېدلی او په اړه يې مباحثه کړې ده.
شي جين پينګ په خپله وينا کې ويلي، چې مصنوعي ځيرکتيا د انسانانو لپاره ګټوره ده، هېواد به يې په دې برخه کې نړیوالې همکارۍ لا نورې پراخې کړي، د سراسري جنوب له هېوادونو سره به د تخنيکي توان د لوړولو مرسته وکړي، د پرمختګ پلانونو، اداري مقرراتو او تخنيکي معيارونو په برخو کې به د بېلابېلو خواوو ترمنځ همغږي وهڅوي، څو ژر تر ژره د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې نړيوال اداري چوکاټ او معيار جوړ کړی شي.































