د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپریل په ۳۰مه نېټه ((د کرونا ویروس وقایه، کنټرول او د ویروس سرچینې لټون لپاره د چین اقدامات او دریځ)) په نوم سپین کتاب خپور کړ.
په دغه سپین کتاب کې درې عمده برخې شاملې دي چې چین د کرونا ویروس د سرچینې په لټون کې خپله ځیرکتیا ښودلې، د کرونا پر ضد نړیواله مبارزه کې د چین خدمتونه او د دغه ویروس د خپرېدا په جریان کې د امریکا ناسم اقدامات بیان شوي دي.
په یاد کتاب کې راغلي، د روغتیا نړیوال سازمان لخوا ترتیب او ترسره شویو یو لړ جدي څېړنو د نتیجو له مخې، د چین وو هان ښار د کرونا ویروس سرچینه نه ده او د ګردې نړۍ علمي ټولنې ته یې کافي شواهد او د څېړنې نمونوي شکل وړاندې کړی دی.
په دغه سپین کتاب کې پر دې ټینګار شوی، چین د کرونا ویروس د خپرېدو په لومړي وخت کې د روغتیا له نړیوال سازمان او نړیوالې ټولنې سره د کرونا ویروس د جین مالومات شریک کړي، تر وسې پورې يې له نړیوالې ټولنې سره ګڼ شمېر مالي او تخنیکي مرستې کړې دي.
خو امریکا د دې کرونا ضد په مبارزه کې هېڅ اغېزمن تدبیر نه دي نیولي، بلکې پر نورو یې پړه اچولې. شواهدو دا ثابته کړې چې په امریکا کې د کرونا ویروس د رامنځته کېدو وخت د دې حکومت له اعلانېدو له وخته ډېر مخکې و، باید په امریکا کې د کرونا ویروس د سرچینې لټونې په اړه یوه پوره او ژوره پلټنه ترسره شي.