د مې لومړۍ نېټه د کارګرو نړیواله ورځ ده او د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي چين پينګ په دې ورځ د چین د کارګرو ټولنو عمومي فډراسیون د جوړېدو د سلمې کلیزې د نمانځنې او نمونوي کارګرو او غښتلو کارکوونکو ته د جایزو ورکولو په غونډه کې مهمه وینا وکړه.
شي جين پينګ د دې نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو کارګرو ته نیکې هیلې وړاندې کړې او هغوی يې په نوې زمانه کې لا زیاتو بریالیتوبونو ته وهڅول.
د مختلفو ټولنو کارکوونکو په ډاګه کړې چې په نوې زمانه کې به نوښتونو ته دوام ورکړي او له دې لارې به د خپل هېواد د ابادۍ او ملي رغونې لپاره لا زیات خدمتونه وکړي.