روغتیا سرپرست وزیر جواد عثماني وایي، له بهره افغانستان ته په کلني ډول له ۴۰۰ تر ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت درمل واردېږي. نوموړي نن په کابل کې د فارمسست نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرو کې ویلي، له بهره افغانستان ته د درملو واردېدو هېواد ته ستره اقتصادي ضربه وراده کړې ده. هغه زیاته کړې، هڅه کوي چې په کور دننه د درملو تولید ته زمینه برابره کړي. عثماني د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د درملو کمښت او په بیه کې یې د توازن نشتوالی عمده ستونزې دي. هغه د درملو پر نمایندګیو او دغه راز پر درملتونونو غږ وکړ چې دې برخې ته باید جدي پاملرنه وکړي.