د چین د ټرانسپورت وزارت د مې په لومړۍ نېټه یعنې د کارګرو نړیوالې ورځې د رخصتۍ په لومړۍ ورځ خبر ورکړ چې اټکل کېږي په همدې ورځ په ټول هېواد کې د کسانو د تګ راتګ شمېر شاوخوا ۳۴۰ میلیونو، ۹۵۰ زرو ته رسېږي چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
مالومات ښيي چې په همدې ورځ ۲۲ میلیونو ۵۰۰ زرو کسانو د اورګاډیو، ۱۳۵۰ زرو کسانو د بېړیو او ۲۳۴۰ زرو کسانو د الوتکو له لارې تګ راتګ کړی دی.