د عربي هېوادونو د سیلانیزو چارو سږنی څلور ورځنی نندارتون د مې په لومړۍ نېټه په دوبۍ کې پای ته ورسېد. په دغه ننداره کې د ګډونوال چیني پلاوي چین ته د سفر په اړه معلومات وړاندې کړل.
د چین پلاوی مشر لیو یانګ وویل، د چین نندارځی د ((سلام چین )) تر عنوان لاندې ترتیب شوی او چین ته د سفر په اړه له سیاحتي آژانسونو سره یې د چین د سیلانۍ، ټکنالوژۍ په اړه خبرې او د نظر تبادله کړې ده .