د افغانستان کرکټ بورډ له لوري سبا د دوشنبې ورځ په ننګرهار کې د کرکټ د څلور ورځنیو فرسټ کلاس سیالیو لړۍ پیلیږي. د فرسټ کلاس په دې سیالیو کې د هندوکش، مېوند، پامیر او ماهیپر څلور لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي. د کرکټ بورډ مسوولینو ویلي، دغه سیالۍ به د ملي او کورني کرکټ د لوبغاړو په ګډون، د ننګرهار ولایت په دوو لوبغالو کې ترسره شي. فرسټ کلاس سږنۍ ۱۳ سیالۍ به پنځوس ورځې دوام وکړي.