ځینې اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې د امریکا له خوا پيل شوې اقتصادي جګړه ګټونکی نه لري، خو ځینې نور بیا په دې نظر دي چې د امریکا تجارتي جګړه به د دغه هېواد سیالانو په تېره بیا چین ته د زیات پر ځای، خپله امریکا ته زیان ورسوي او د سیالانو لپاره به يې د اقتصادي پرمختګ او ځان بسیاینې پر یوه فرصت بدله شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې يې د خپلې لومړۍ دورې ولسمشرۍ په دوران کې له چین سره تجارتي جګړې ته مخه کړه، په وروستیو لسیزو کې تر ټولو مهم اقتصادي او سیاسي بدلون ګڼل کېږي.
ټرمپ دغه تقابل پر چیني تولیداتو د لوړو تعرفو د لګولو له لارې د امریکا له داخلي تولیداتو ملاتړ او د چین د اقتصادي نفوذ د زیاتېدو مخنیوي په موخه پيل کړ.
د ټرمپ دغه تقابل د یوې اقتصادي جګړې لامل شو چې پر دواړو هېوادونو يې ژورې اغېزې وکړې.
خو په حقیقت کې دغه تجارتي جګړه چې ظاهرا د چین د مهار کولو په موخه طرحه شوې وه، په اوږد مهال کې به د چین په ګټه او د امریکا پر زیان تمامه شي.
دا چې چین ټولې نړۍ په تېره بیا امریکا ته زیاته اندازه صادرات درلودل او د امریکا د لوړو تعرفو له امله د چین اقتصاد ته په لومړیو کې جدي ضربه ورسېده او دغه راز د ټکنالوژۍ او تولید حوزه کې چیني شرکتونه د لګښتونو د زیاتېدو او د تقاضاوو له کمېدو سره مخ شول، خو بېجینګ ژر وښوده چې دغه تهدیدونه پر فرصتونو بدلولال شي او چین د امریکا غوښتنو ته د تسليمېدو پر ځای هڅه وکړه چې پر امریکا خپله تکیه کمه کړي او په نړیوال اقتصاد کې خپل مقام تقویه کړي.
چین په ډېرې ځیرکتیا او هوښیارۍ سره د نړۍ له نورو برخو سره خپلې تجارتي اړیکې پراخې کړې، له اروپايي ټولنې، جاپان او آسیان له غړو هېوادونو سره يې همکارۍ زیاتې کړې او اروپايي ټولنه چې پخوا د امریکا تر ټولو لوی تجارتي ملګری و، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د چین پر یوه لوی تجارتي شریک بدله شوه او په دې برخه کې له امریکا مخکې شوه.
کمربند او لارې نوښت هم له چین سره مرسته وکړه تر څو په افریقا او مرکزي آسیا کې خپل تجارتي نفوذ پراخ کړي.
د چین دولت په داخل کې هم د داخلي مصرف له زیاتېدو او پر صادراتو د تکيې کمولو په شان معقول سیاستونه غوره کړل او دا کار د خلکو د اقتصادي ودې او د داخلي پېر قدرت د زیاتېدو لامل شو.
چین دغه راز د مصنوعي ځيرکتیا،5G او پاکو انرژیو په شان مهمو برخو په ټکنالوژيو کې ځان خودکفایۍ ته پاملرنه زیاته کړه.
په مقابل کې امریکا هم د دې تقابل له لنډمهاله اثراتو خوندي پاتې نشوه، د تعرفو زیاتېدو په دغه هېواد کې د وارداتي شیانو بيې لوړې کړې او په دې سره د امریکا هرې کورنۍ مستقیم زیانونه ورسېدل او دې کار د دغه هېواد خلک د حکومت له سیاستونو ناراضه کړل او پر وړو کار بارونو يې فشارونه زیات شول.
نتیجه:
امریکا چې ګمان يې کاوه د تجارتي جګړې له لارې به د چین او خپلو نورو سیالانو د اقتصادي پرمختګ او نفوذ مخه ونیولای شي، خو په حقیقت کې يې خپل ځان ته زیات زیان اړولی او په اوږد مهال کې په اقتصادي برخه کې لا نوره هم ګوښې او منزوي شي.
هماغه شان چې مخکې اشاره وشوه، امریکا چې د خپلو ګټو په مقابل کې هېڅ سرحد او هېڅ قانون نه پېژني او په دې تجارتي جګړه کې يې نه یوازې چین، بلکې خپل نږدې ملګري لکه اروپايي ټولنه، کاناډا، مکسیکو او …. ټول په نښه کړل او پر ټولو يې تعرفې لوړې کړې نو په مقابل کې يې دغو هېوادونو له چین سره تجارتي معاملو ته مخه کړه او د امریکا پر ځای يې چین انتخاب کړ.
امریکا لا اوس په دې پوه شوې چې تجارتي جګړه نشي ګټلای نو ځکه په خپلو پالیسو کې متزلزه شوې او اوس يې دې ته مخه کړې چې د چین پرضد اقتصادي جګړه کې نور هېوادونه ورسره ملګري کړي او ډېرو هېوادونو ته يې وړاندیز کړی چې که له چین سره تجارتي معاملې بندې کړي نو امریکا به ورباندې لګېدلې تعرفې لغوه کړي.
پورته یاد شوي موارد په تجارتي جګړه کې د امریکا د ناکامۍ او د سیالانو لپاره پر فرصتونو د دې جګړې د بدلېدو یوه وړه بېلګه ده .