د ګابون جمهوریت د ولسمشر نګویما په بلنه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مرستيال رئيس مو هونګ د مې په ۳مه نېټه د ګابون په پلازمېنې لیبرویل کې د نوموړي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.
نګويما د مې په ۴مه نېټه له مو هونګ سره وکتل.
مو هونګ په کتنه کې نګويما ته د رئيس شي جين پينګ سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې او و يې ويل، چين له ګابون سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي، چې له دغه هېواد سره د خپلمځي دوديزې دوستۍ پر مټ همکارۍ او متقابل باور لا ټینګ کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ پرمختګ ومومي او د دواړو خواوو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې نوې مرحلې ته ورسوي.
نګويما وويل، چې ګابون له چين سره دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او په پر له پسې توګه به د يو چين پېژندې پر اصل ټينګار وکړي، له چين سره به د بېلا بېلو برخو همکارۍ پياوړې کړي او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره به هڅې وکړي.