په روسيه کې د پخواني شوراوي اتحاد لخوا د خپل وطن د دفاعي جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کليزې د ياد مراسمو په درشل کې، د ((سرو ورېښمو)) فلم د پروموشن فعاليت به د چين ميډيا ګروپ او د فلمونو ملي ادارې په کوربه توب د روسيې په پلازمينه مسکو کې تر سره شي.
د چين او روسيې د فلم جوړونکو ډلو مهم غړي، چې د دغه فلم په جوړولو کې يې برخه درلودلې، د دې فعاليت له ګډون کوونکو سره به د دغه فلم د جوړولو احساسات شريک کړي او اعلان به وکړي، چې دغه فلم به په راتلونکي سپتمبر کې د جاپان د تېري کوونکو پر ضد د چينایانو د جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰ مې کليزې په درشل کې په چين کې نندارچيانو ته وړاندې شي.
(( سره ورېښم)) د چين او روسيې ترمنځ د فلم د همکارۍ تازه پايله ده. دغه فلم د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه په روسيې کې نندارې ته وړاندې شوی او د ټکټ ارزښت يې ۳۸۰ ميليونو روسي روبلو ته رسېدلی دی.