د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد په بلوچستان ایالت کې وسلهوالو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي دي. راپورونه وایي، چې په دغه برېد کې وسله والو د ۱۰ بندیانو خوشېکولو ترڅنګ، ګڼې دولتي ودانۍ هم سوځولي دي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، پېښه د بلوچستان د کلات ولسوالي په منګوچر سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې وسلهوالو دې سیمه کې پر یوه زندان برید وکړ.رسنیو د خپلو امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې شاوخوا ۱۲ وسلهوالو د کوټې-کراچي لاره هم تړل وه. له دې وړاندې هلته وسلهوالو د نشنل بانک، نادرا دفتر او نورو ودانیو ته هم اور اچولی دی. د یاد برید مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستی دی. یادې ډلې له برید وروسته په یوې خبرپاڼه کې د تښتول شویو پولیسو انځورونه خپاره کړي او د پاکستان پوځ ته یې، د درنې مرګژوبلې د اړولو ادعا هم کړې. د پاکستان پوځ بیا تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.