د چین د وارداتو او صادراتو ۱۳۷م نندارتون د مې په ۵مه نیټه په ګوانګ جو ښار کې پای ته ورسېد. په دې نندارتون کې د بهرنيو پېرودونکو د شمېر په شمول ډېر تاریخي ریکارډونه جوړ شوي. د روانې میاشتې تر ۴مې نیټې پورې، د ۲۱۹ هېوادونو او سیمو ۲۸۸ زره او ۹۰۰ بهرني پیرودونکو سوداګرو په دې نندارتون کې ګډون کړی چې د تېر پسرلي په ورته موده کې د ۱۳۵م نندارتون په پرتله ۱۷ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي او د صادراتو ټاکل شوې معاملې ۴۴/۲۵ ملیارډو امریکایي ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال په پرتله ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
پرمختيايي بازارونه د دې نندارتون د پیرودونکو ترټولو لویه سرچینه پاتې ده. روان نندارتون د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې د ګډوالو هېوادونو ۱۸۷ زره او ۵۰۰ پیرودونکي راجلب کړل چې د تېر کال په پرتله ۱۷ اعشاریه ۴ سلنه زیاتوالی ښیي.