د سوېليکوریا پوځ خبر ورکړی، چې شماليکوریا نن ورځ( د مې ۸مه) د خپل ختیځ ساحل څخه د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي دي. سرچینې ویلي، دغه توغندي د شماليکوریا د ختیځ ساحلي ښار وونسان څخه د سهار شاوخوا ۸:۱۰ بجې توغول شوي او په سمندر کې تر لوېدو دمخه ۸۰۰ کیلومتره مزل یې وهلی دی. سوېليکوریا ویلي، چې له امریکا او جاپان سره د دې ازمویلې په اړه د مالوماتو پر شریکولو بوخت دي او په خبره یې، دغه ازموینه د ملګروملتونو له بندیزونو سرغړونه ده. د اټومي وسلو لرونکي شماليکوریا د بالېستیک توغندیو پروګرام د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک له مخې، منع ګرځول شوی، خو په وروستیو کلونو کې پیونګیانګ د ټولو واټن ویشتونکو توغندیو په پراختیا کې مخ پر وړاندې روان دی.