په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د مې په ۷مه نېټه د دوهمې نړیوالې جګړې د قربانیانو د یاد په موخه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ځانګړې غونډه کې وینا وکړه.
فو څونګ په خپلو خبرو کې وويل چې د دوهمې نړیوالې جګړې بریا د سولې او پرمختګ یو نوی فصل پرانیست.
ده زیاته کړه، تر۸۰ کاله وروسته، اوس نړۍ د ګډوډۍ او بدلون یوې نوې دورې ته ننوتلې ده چې یو اړخیزم او ځورونه پکې ډېره ده.
نوموړي ویلي چې نړیواله ټولنه باید د دوهمې نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰مې کلیزې د یادونې مراسم د روښانه راتلونکي د پرانیستلو لپاره د ګډ کوښښ لپاره یو فرصت وګڼي.
هغه زیاته کړه چې بايد په ګډه د دوهمې نړيوالې جګړې د تاريخ په اړه سم نظر ته وده ورکړل شي او د دې جګړې له بریا څخه په مشترک ډول دفاع وشي.