د چین ميډیا ګروپ لخوا جوړ شوي«د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسيکې کيسې(نړیواله بڼه)» پروګرام د خپرېدو مراسم د مې په ۷مه نېټه په مسکو کې ترسره شول.
په دې مراسمو کې د روسیې او چین له ۲۰۰ ډېرو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، تعلیمي او رسنیو د برخو مېلمنو ګډون وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې، د چین دولت رئیس شي جین پینګ په رسمي سفر روسیې ته تللی او په مسکو کې به د پخواني شوروي اتحاد لخوا د خپل وطن د دفاع جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کليزې د ياد په مراسمو کې ګډون وکړي.
په یاد پروګرام کې د رئیس شي جين پينګ په مهمو ويناوو، مقالو او خبرو اترو کې ذکر شوي لرغوني چينايي کتابونه او کلاسيکې ويناوې غوره شوې چې د نوښتګر پرمختګ، کلتوري سوکالۍ، د تمدنونو تنوع او تبادلې او متقابلې زده کړې او د کورنۍ زده کړې په څېر موضوعاتو تمرکز او د رئیس شي جين پينګ غوره سياسي درایت، ژور فلسفي نظرونه او عالي بشري احساسات په ښه توګه وړاندې شوي.