مسکو ته د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د وروستي سفر پر مهال د مې په اتمه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړيوال ستراتېژيک ټيکاو د ساتلو په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره شوه.
په دې اعلاميه کې له بېلابېلو هېوادونو غوښتل شوي، چې د نړيوال او سيمه ييز امنيت، مساواتو او نه جلاکېدو پر اصولو ټينګار ولري، په ټول توان دې د هېوادونو ترمنځ شخړې ارامې کړي او په نړۍ کې دې هراړخيز، جامع او دواملرونکی امنيت رامنځته کړي.
په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې ځينو اټومي وسله لرونکو هېوادونو د نورو اټومي وسله لرونکو هېوادونو په شاخوا حساسو سيمو کې یا نوې دايمي پوځي اډې جوړې او يا يې پخوانۍ اډې پراخې کړې او په دې توګه پر نورو هېوادونو فشار اچوي، د نورو هېوادونو مرکزي امنيتي ګټې ګواښي او پدې سره يې ډېر لوی ستراتېژيک خطر رامنځته کړی دی.
چين او روسيې په خپله ګډه اعلامیه کې له يادو کړنو سره مخالفت څرګند کړی دی.
































