چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

يي وو ښار څنګه سوداګرو ته باور ورکړی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 9, 2025
in نړیوال خبرونه
0
يي وو ښار څنګه سوداګرو ته باور ورکړی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د واشينګټن د سياسي تعرفو له امله د نړيوالې سوداګرۍ بازارونه ټکني او څپانده شوي دي.

ځيني خلک داسې احساس کوي، چې ګواکې د چين د جه جيانګ ولايت يي وو ښار، چې د نړيوال سوپرمارکيټ په نوم هم يادېږي، د روان وضعيت پر وړاندې له سخت فشار او زيان سره مخ شوی او بازارونه يې ساړه شوي دي؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د سي جي ټي اېن يوه مبصر په دې وروستيو کې له يي وو څخه ليدنه کړې او د ياد ګمان برعکس منظر يې کتلی دی.

د يي وو په سوداګريزو مارکېټونو کې لا هم ګڼه ګوڼه ده او هلته سوداګر باوري او خوشبينه رويه لري. ښايي ډېرو ته دا پوښتنه ودرېږي، چې سوداګر پر څه ډاډه او باوري دي؟

د مختلفو بازارونو جوړښت د يي وو د سوداګرو لپاره د باور ټينګ بنسټ برابر کړی دی.

شمېرې ښيي، په تېر ۲۰۲۴م کال کې د يي وو ښار د صادراتو عمومي ارزښت ۵۸۸ ميليارډه او ۹۶۰ ميليونه يوانه و، چې دا د ۲۰۲۳م کال کې په پرتله ۱۷ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي او د اسيا، افريقا او لاتيني امريکا او د کمربند او لارې ابادوونکي هېوادونه د يي وو د توليداتو مرکزي صادراتي بازارونه ګرځېدلي دي.

د بېلګې په توګه به د کمربند او لارې ابادوونکي هېوادونه په پام کې ولرو. په ۲۰۲۴م کال کې د کمربند او لارې ابادوونکو هېوادونو سره د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت ۴۱۳ ميليارډه او ۳۴۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، د کلني زياتوالي انډول يې ۱۸ اعشاريه ۲ ته پورته شوی، چې دا د يي وو د وارداتو او صادراتو په عمومي ارزښت کې ۶۱ اعشاريه ۸ سلنه نيسي.

د يي وو ګمرک په دې وروستيو کې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د دغه ښار د وارداتو او صادراتو ارزښت ۱۶۷ ميليارډه او ۴۵۰ ميليونه يوانه و، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳سلنه زياتوالی ښيي.

شمېرې ښيي، د امريکا له بازارونو څخه د سپارښتنو کموالي د يي وو ښار پر سوداګرۍ د پام وړ اغېز نه دی کړی.

پياوړی اکمالاتي ځنځير او په کيفيت او بيو کې د چيني توليداتو وړتيا د سوداګرو باور لا ټينګ کړی او په يي وو ښار کې د اوږدمهالي پرمختګ پرمټ د کوچنيو توليداتو بشپړ اکمالاتي ځنځير جوړ شوی دی.

بهرني سوداګر د يي وو په مارکېټونو کې په لویه او کوچنۍ کچه د توليد اړين مواد اخيستلی شي.

د بدلون او نوښت روحيه د يي وو د سوداګرو د باور سرچېنه ده.

د امريکا د تعرفو د سياست له امله دغه هېواد ته صادراتي لګښتونه زيات شوي، خو د يي وو سوداګرو يې په غبرګون کې فعال ګامونه پورته کړي، ځينو يې په معقوله اندازه د خپلو توليدتو بيې لوړې کړي او ځينو تصديو بیا په څېړنو او انکشاف کې د لګښتونو د زياتولو له لارې د خپلو توليداتو ټېکنالوژيکې کچه او اضافي ارزښت لوړ کړی دی.

برسېره پر دې، د چين د حکومت ملاتړو تګلارو د يي وو سوداګرو ته ډېر باور ورکړی او د امريکا د لوړو تعرفو د ننګونو مقابل کې يې مهم رول لوبولی دی.

يي وو ښار څه موده مخکې د ملکي اقتصاد د باکيفيته پرمختګ د هڅولو لس قواعد اعلان کړي او سل ميليونه يوانه پانګه يې ترتيب کړې ده. دغه پيسې به په بهرنيو بازارونو کې د هغو سوداګرو د کاروبار له پراختيا سره مرستې وکړي، چې له امریکا سره سوداګريزې اړيکې لري.

د يي وو ښار دغه تدبيرونه په وچکالۍ کې د باران رول لري او د تعرفو پر وړاندې له ستونزو مخو تصديو سره مرستې کوي.

د چين حکومت د سوداګريزو همکاريو د ډګرونو د جوړولو لپاره هڅې کوي او په بېلا بېلو نړيوالو نندارتونونو کې يې د تصديو ګډون تنظم کړی دی.

د يي وو سوداګرو د ځايي حکومت د ملاتړ پياوړی قوت احساس کړی دی.

يي وو ښار د چين په بهرنې سوداګرۍ کې د يوې مشهورې نمونې په توګه د خپلې هوساينې او حياتي قوت له لارې نړۍ ته پيغام ورکړی، چې همکارۍ او ګډې ګټې د برابرې او ازادۍ نړيوالې سوداګرۍ اصلي جريان دی.

نړۍ به د امريکا د ناوړو کړنو له امله د پرمختګ ګامونه ونه دروي او نړيواله سوداګري به د لويې بېړۍ په څېر مزل ته دوام ورکړي.

Previous Post

د چين په وو هان ښار کې (د چین د ګام وهلو ګډ رسنیز سفر) په نوم فعالیت پيل شو

Next Post

د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

European Blackjack Online

سپتمبر 8, 2025
نورستان کې ۲۵۰۰ هکټاره ځنګلونه بیا احیا شوي

نورستان کې ۲۵۰۰ هکټاره ځنګلونه بیا احیا شوي

جنوري 25, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ