د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د مې په ۱۰ مه په جلاجلا توګه د پاکستان له مرستيال صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار او د هند د ملي امنيت له سلاکار اجیت ډوال سره تيلېفوني خبرې وکړې.
وانګ يي له اسحاق ډار سره په خبرو کې وويل، چين هيله لري چې د پاکستان او هند ژر تر ژره پر اوبند شوې موافقه عملي کړي .
ده زياته کړه چې بايد دواړه خواوې په جدي توګه اوربند مراعات کړي او د جګړې د بيا پيلېدو مخه دې ونيسي.
وانګ يي له اجيت ډوال سره په خبرو کې هم هيله ښودلې، چې هند او پاکستان دې حوصله وساتي، اختلافونه دې د مشورو او خبرو له لارې حل کړي او د وضعيت د سختېدو مخه دې ونيسي.
نوموړي زياته کړه چې چين هيله لري چې هند او پاکستان د مشورو او خبرو له لارې پر دايمي اوربند هوکړه وکړي.