د چين د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې د چين او د لاتينې امريکا د سلامشورې د نتيجې له مخې، د چين او لاتينې امریکا کارابين سمندر هېوادونو ټولنې فورم د وزيرانو څلورمه غونډه به د مې په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي. ده ویلي چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او مهمه وينا وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د يادې غونډې مشري وکړي. د لاتينې امريکا او کارابين سمندر هېوادونو ټولنې د غړيو هېوادونو د خارجه وزيران او استازي، د اړوندو سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو مسئولين به په دې غونډه کې ګډون وکړي.