د هند او پاکستان ترمنځ وروستی اوربند یو له هغو مهمو پرمختګونو څخه دی چې نه یوازې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره د سکون یوه هيله بښونکې نښه ده، بلکې د ټولې سیمې لپاره د ثبات پیغام هم لري. دغه اوربند، که څه هم موقتي وي، خو له یوه اوږده تشنج وروسته یو مهم تحول ګڼل کېږي. د نړۍ اوسنی وضعیت، چې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د نښتو، رقابتونو او نیابتي جګړو له کبله ورځ تر بلې پېچلی کېږي، له همدې امله دا ډول هر ګام چې د تاوتریخوالي مخه نیسي او د سولې فضا غښتلې کوي، د ارزښت وړ دی.
د هند او پاکستان تر منځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې د کړکېچ، شک او دښمنۍ ښکار پاتې دي. د دواړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ هر ډول پوځي شخړه، نه یوازې په سیمه ییزه کچه بلکې نړیوالو امنیتي معادلو ته هم سخت ګواښ پېښولی شي. خو کله چې د دوو غبرګو هېوادونو ترمنځ د اوربند توافق کېږي، نو دا یوازې د ډزو بندېدل نه دي، بلکې دا د یو داسې فکر غځېدل دي چې جګړه هېڅکله حل نه ده، بلکې ستونزې د تفاهم او خبرو له لارې حلېږي.
د اوربند له اعلان وروسته، نه یوازې د کشمیر د دواړو خواوو خلک یوه ساه راواخیسته، بلکې نړیوالو هم دا پرمختګ وستایه. ځکه نړۍ اوس له جګړو ستړې شوې ده، د اقتصادونو د کمزورتیا، بېوزلۍ، چاپېریالي بدلون، کډوالۍ، او د انسانانو د ناورینونو لویه برخه د جګړو له امله ده. له همدې امله، هر اوربند، هره مفاهمه، هره هڅه چې د خبرو اترو دروازې پرانیزي، باید وستایل شي.
د افغانستان خلک چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د جګړې د اور په لمبو کې سوځي، د هند او پاکستان ترمنځ دغه اوربند ته د یو نیک فال په سترګه ګوري. افغانان له نږدې د جګړې دردونه احساسوي، له همدې امله پوهېږي چې سوله څومره ارزښت لري. د دوی هیله دا ده چې دا اوربند یوازې لنډمهالی نه وي، بلکې یوې دایمي سولې ته لاره هواره کړي، تر څو یو باثباته، هوسا او همکاره سیمه جوړه شي.
که څه هم د هند او پاکستان ترمنځ ستونزې ژورې، تاریخي او د باور پر نشتوالې ولاړې دي، خو د سیاست او بشرپالنې اصل دا دی چې هره شخړه حلېدونکې ده، که چیرې د حل لپاره صادقانه اراده موجوده وي. دا اوربند باید د دواړو هېوادونو د چارواکو لپاره د راتلونکو اقداماتو پیل وبلل شي، نه پای. باید د خبرو د بیا پیل، د شفافو مذاکراتو، د ولسي ګټو ته لومړیتوب ورکولو، او د جنګي ذهنیت له پرېښودو سره، دا اوربند په یوه دوامداره سوله بدل شي.
له دې اوربند څخه دا درس هم اخیستل کېږي چې د جګړو لګښت ډېر لوړ وي. اقتصادي زیان، بشري تلفات، د اعتماد له منځه تلل، د پرمختګ مخنیوی او د راتلونکي نسل د هیلو وژنه، هغه څه دي چې جګړه یې راوړي. برعکس، اوربندونه او سوله، د ولسونو د سوکالۍ، د پانګونې، د پرمختګ، د علم او فرهنګ د پراختیا زمینه برابروي. سوله نه یوازې انسانان ژغوري، بلکې هېوادونه هم له ورانۍ څخه را باسي.
په پای کې، د هند او پاکستان ترمنځ اوربند، که څه هم کوچنی ګام وي، خو دا د انسانیت، عقلانیت او د سولې پر لور حرکت دی. نړۍ باید د همدې اصولو پر بنسټ، د جګړو اور وژني، د خبرو اترو میزونه پراخ کړي، او هره ستونزه د خبرو له لارې حل کړي. ځکه د تاریخ تر ټولو لویې تراژیدۍ، د یو نه حل شوې شخړې له امله پېښې شوي دي. اوسنی وخت د سولې، همکارۍ او بشري کرامت د بیا اعادې وخت دی.