د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او تجارتي مسئلو په اړه د لوړې کچې خبرې اترې د مې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د سویس په ژنیو کې تر سره شوې.
په دې خبرو کې د چیني لوري مشر او د لومړي وزیر مرستيال هه لي فنګ پر ځايي وخت د روانې میاشتې د ۱۱مې نېټې په شپه په يوه مطبوعاتي غونډه کې ویلي، د چین او امریکا دا اقتصادي او سوداګریزې خبرې اترې ژورې او رغنده دي. ده زیاته کړې چې دواړه خواوې په دې برخه کې مهمې اجماع رسېدلي او واقعي پرمختګ يې ترلاسه کړی. نوموړي دغه راز ویلي چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د چین او امریکا د اقتصادي او سوداګریزو خبرو اترو میکانیزم جوړ کړي.
هغه وايي، چين او امريکا به ژر تر ژره د دې میکانیزم د جوړولو په اړه پر جزئیاتو بحث او توافق وکړي او د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه به د دې خبرو اترو یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.
هه لي فنګ وویل چې په اوسني وضعیت کې دې خبرو اترو د نړیوالې ټولنې ډېر پام ځانته اړولی دی.
ده ویلي چې دا خبرې د دواړو لوریو د ګډو هڅو په نتیجه کې ګټورې تمامې شوې دي او د برابرۍ پر اساس ولاړو بحثونو او مشورو له لارې د اختلافونو د حل لپاره يو مهم ګام پورته شوی چې د نورو توپيرونو د لرې کولو او د همکارۍ د ژورتیا لپاره يې بنسټ او شرایط برابر کړي.