د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او تجارتي مسئلو په اړه د لوړې کچې خبرې اترې د مې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د سویس په ژنیو کې تر سره شوې.
د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ او د امريکا د ماليې وزير سکوټ بيسنټ د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو چارو په اړه د چيني او امريکايي لوري د مسوولينو په توګه او د امريکا سوداګريز استازي جميسون ګرير په يادو خبرو اترو کې ګډون کړی.
دواړو خواوو د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د چين او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ په ټيلېفوني خبرو اترو کې د ګډو توافقاتو د عملي کولو په محور صميمي، ژورې او رغنده خبرې وکړې او د اقتصادي او سوداګريزو چارو په اړه د نظر توافق ته رسېدلي دي.
پر ځايي وخت د مې د ۱۲مې نېټې په سهار نهو بجو، دواړو خواوو (( په ژنيو کې د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو ګډوه اعلاميه )) خپره کړې ده.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د يادو خبرو اترو او اعلاميې په اړه معلومات په ډاګه کړي دي.
خبر وايي، د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او تجارتي مسئلو په اړه د لوړې کچې په خبرو اترو کې رښتينې پايله تر لاسه شوې، چې له مخې يې دوه اړخيزې تعرفې ډېرې ټيټې شوې دي. امريکا پر چین ټولټال ۹۱٪ اضافي تعرفې لغوه کړې او چين په غبرګون کې پر امريکا ۹۱٪ ځوابي تعرفې لغوه کړې دي. امريکا د ۲۴٪”بالمثل تعرفو“ تطبيق ځنډولی او په مقابل کې يې چين هم د ۲۴٪ ځوابي تعرفو تطبيق ځنډولی دی.
ده دا هم ویلي چې دواړه خواوې به د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په اړه د دوامدارو مشورو لپاره ميکانيزم جوړ کړي.