د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د مې په ۱۲مه نېټه ويلي، چې چين د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند ملاتړ او هرکلی کوي او تمه لري چې دغه اربند دوام پيدا کړي.
ده زیاته کړې چې بېجینګ هیله لري چې هند او پاکستان خپلمنځي اختلافات د خبرو اترو له لارې په ښه توګه حل کړي.
نوموړي زياته کړې، چې د هند او پاکستان اوربند د دواړو هېوادونو او سيمې د سولې او ثبات په ګټه دی او د نړيوالې ټولنې هيله هم ده.































