د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۱۳مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د چين، لاتيني امريکا او د کاربين اتحاد فورم د وزيرانو څلورمې غونډې د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ او د «د چين او لاتيني امريکا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ نوی باب» په نوم وينا يې وکړه.
شي جين پينګ په يادو مراسمو کې اعلان وکړ چې چين به له لاتيني امريکا سره ۵ سترې پروژې جوړې کړي، د پرمختګ او سمسورتيا ګډې هڅې به وکړي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنه به اباده کړي.